روغتيا او ژوند سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

چین کې د نښې نه لرونکې کورونا وایرس پېښې ثبت شوي

کورونا وایرس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی چې تر دې دمه له ۸۷۲۰۰۰ څخه ډېر کسان پرې اخته او له امله يي له ۴۳۰۰۰ ډېرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

دغه وایرس د ایټالیا، هسپانیا، امریکا او انګلستان په ګډون ځینو پر مختللو هېوادونو کې هم د ټولو اټکلونو  خلاف په چټکۍ سره خپور او زرګونه کسان يي وژلي.

په داسې حال کې چې نور هېوادونه د نوی کورونا وایرس د خپرېدو مخنیوی او په دغه وایرس د اخته کسانو د ژوند ژغورلو هڅه کوي، په چین کې د دغه وایرس داسې پېښې ثبت شوي چې په ناروغ کې هېڅ ډول نښې نه دي لیدل شوي.

له دې وړاندې لوړه تبه، ټوخی، ساه لنډۍ د کورونا وایرس له امله پېښېدونکې کووېډ-۱۹ ناروغۍ له مهمو نښو پېژندل کېده او په ځان کې دغه نښې لیدونکي کسانو به ځان کرنتین یا د روغتیايي مرستو ترلاسه کولو هڅه کوله.

خو د ساوت چینا مارننګ پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی چې چین کې د کورونا وایرس داسې پېښې هم ثبت شوي چې ناروغ کې د دغه وایرس هېڅ ډول نښې نه دي لیدل شوي.

د دغې ورځپاڼې د راپورو پر بنسټ، چین په دې اړه هېڅ معلومات نه دی ورکړی او د دغو کسانو معلومات يي دولتي سیستمونو کې هم نه دی شامل کړی. د ساوت چینا مارننګ پوسټ راپور کې ویل شوي چې دولتي معلومات ښيي چې د دغو پېښو شمېر له ۴۰۰۰۰ څخه هم لوړ دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون