افغانستان سلايډ (فيچر)

هلمند کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ۸ ملکیانو ژوند واخیست

د هلمند امنیتي چارواکو خبر ورکړ، چې د دغه ولایت په نهر سراج ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماین د چاودنې له امله چې د ملکي وګړو د سپرلۍ پر موټر شوې، شاوخوا لسو تنو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

دا پېښه نن چارشنبه/وري۱۲مه د هلمند په نهرسراج ولسوالی کې ماین چاودنې ۸ تنه ملکي کسان ووژل او دوه نور یې ټپیان کړل.

د هلمند د امنیه قوماندانی ویاند زمان همدرد وایي یاد کسان چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي،په یوه ټونس موټر کې د نهرسراج ولسوالی د زنبلي سیمې څخه د ولسوالۍ مرکز ته پر لاره وو، چې چاودنه پرې وشوه.

تر دې دمه د پېښې مسئولیت چا په غاړه نه دی اخستی.

د یادونې ده، چې هلمند د هېواد یو له هغو ولایتونو څخه دی، د ملکي وګړو مرګ ژوبله پکې خورا زیاته ده.

د شمېرو له مخې د بمباریو، شپنیو عملیاتو، چاپو ، چاودنو او مخامخ جګړو او بریدونو له امله هلمند د ملکیانو لپاره د هېواد په کچه مخکې دی او خورا زیاته ولسي مرګ‌ژوبله لرله.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون