سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د سعودي حکومت له لورې د بیت الله زیارت کوونکو ته د طواف اجازه او خبرداری

د عمرې ادا کوونکو او طواف کوونکو پر مخ د بیت الله شریفې له څو ورځې تړل کېدو وروسته د سعودي عربستان چارواکو يو ځل بيا په مسجد الحرام کې عبادت کوونکو ته د طواف مشروطه اجازه ورکړې.

که څه هم د سعودي چارواکو تر اوسه طواف کوونکو ته د مشروطې اجازې ورکولو په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي؛خو په ځینو ویډیوګانو کې چې په ټولنيزو شبکو کې خپرېږي داسې ښکاري، چې ډله ډله خلک بیت الله شریف ته ننوځي او یا طواف کوي.

د ټولنيزو رسنيو د کاروونکو او هلته د عیني شاهدانو په وينا له تېرې ورځې راهیسې ډله ډله کسان طواف کوي، چې هره ډله یې لږ تر لږه ۵۰ تنه وي.

بل پلو د سعودي عربستان د حج او اوقافو وزير په یوې خبرتیا کې د نړۍ له مسلمانو غوښتي،چې د پخوا او تېرو کلونو په څېر دې د حج مراسمو لپاره پلان او چمتووالی نه نيسي.

نوموړي په دې اړه زیاته کړې، چې د خلکو روغتيا ورته لومړيتوب لري او سپارښتنه يې دا ده، چې خلک دې د کرونا ويروس په اړه ټولې لارښوونې او سپارښتنې عملي کړي.

د یادونې ده، چې سعودي هم د نورو هېوادونو په څېر د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره احتیاطي ګامونه پورته کړي، ټول کورني او بهرني پروازونه يې بند کړي، خلک له يوه ښاره بل ښار ته نه شي تلی، د شپې د خلکو په راتګ بندیز دی او تېرو څو ورځو راهيسې په دواړو حرمينو کې پر لمونځونو او د خلکو په راټولېدو هم بنديز دی، خو وروستي راپورونه وايي، کوچنيو ډلو ته د طواف اجازه ورکړل شوې ده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون