افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

طالبانو د کرونا تر ګواښ لاندې سېمو کې د اورکم د احتمال خبر ورکړی

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له اسوشیټيد پریس خبري اژانس سره په یوې مرکه کې ویلي، د دې احتمال شته، چې دوی د کرونا ویروس تر ګواښ لاندې سیمو کې خپل بریدونه او جګړه ودروي.

ښاغلي مجاهد ويلي، په هغه صورت کې چې د دوی تر نفوذ لاندې سیمو کې د کورونا ویروس خپور شي، د طبي مرستو د رسونې او خلکو د درملنې لپاره به په کې جګړه ودروي.

مجاهد زیاته کړې، طالبان په افغانستان کې د کورونا ویروس د خپرېدو وضعیت د خپلو وسله والو او روغتیا د کمېسیون د محلي مسؤلینو له لوري څاري.

په ورته وخت کې مجاهد دا وضاحت هم پر خپل ټویټر ورکړی، چې د مطلق اوربند خبره یې نه ده کړې.

بل پلو د طالبانو د صحت او روغتیا کمېسیون مشر هم په یوې مرکه کې ویلي، چې په ټولو ولایتونو کې يې د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي او روغتیايي موادو او مرکزونو ته د خلکو د لاسرسي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړې.

د حاجي عبدالله خان په نوم طالب چارواکي له نن ټکی اسیا ویب پاڼې سره په مرکه کې زیاته کړې، چې اوس حکومت په ځینو ولایتونو کې د دوی د عامه پوهاوي او کرونا ضد اقداماتو پر وړاندې خنډونه جوړوي او نه پریږدي چې د دوی تر واک لاندې سېمو کې خلکو ته اسانتیاوې او پوهاوی ورکړل شي.

په ورته مهال کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د طالبانو له دې دریځ چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو کې د کروناویروس د پراخېدو په صورت کې به جګړه ودروي هرکلی کړی دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سلاکار او ویاند وحیدالله مایار د طالبانو دغه دریځ ته په غبرګون کې وویل: «زه  د یو افغان په حیث له دې ډېر زیات هرکلی کوم، خو ښه به دا وي چې په ټول افغانستان کې جګړه ودروي، جګړې څه راکړي موږ ته چې وروسته له دې یې راکړي».

ښاغلي مایار د جګړې له دواړو خواو څخه وغوښتل چې کروناویروس جدي وګڼي او د دغې ناروغۍ پر ضد مبارزه کې سره یوځای شي.

تر نن ورځې پورې په افغانستان کې د کورونا پېښې ۲۳۹ ته رسېدلې دي .

 

همدا راز اروپايي ټولنې، ملګرو ملتونو او امریکا هم په افغانستان کې د کورونا د خپرېدو له کبله د عمومي اوربند غوښتنه کړې چې افغان حکومت یې هرکلی کړی خو طالبانو لا په دې اړه زرغون څراغ نه دی ښوولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون