سلايډ (فيچر) سوله نظر

خبرې پيل کړئ او همدا اوس د افغانستان جګړه پای ته ورسوئ!

د بارنیټ روبین او سلطان برکات لیکنه

موږ دواړه د تېرې فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې تړون د لاسليک مراسمو عيني شاهدان وو، له هغه وخته تراوسه موږ د دغې هوکړې په پلي کېدو په ځلونو ځنډ رامنځته شوی په داسې حال کې، چې کرونا ويروس له جګړې زياته وژونکې ناروغي ده او دا ناروغي په نړيواله کچه د مرګ او ويجاړۍ بنسټيز لامل دی.

ټاکل شوې وه، چې د دوشنبې په ورځ د (وري په ۱۱مه) د طالب بندیانو استازي د خپلو پنځو زرو بنديانو د خلاصون څارلو په موخه بګرام هوايي اډې ته لاړ شي، چې د اعتماد جوړونې په منظور د امريکا او قطر له خوا ورته زمینه برابره شوې وه. طالبان په دې تصور وو چې بندیان یې ازادېږي، ژمنه کړې وه چې د افغانانو ترمنځ خبرې اترې له افغان لورو سره د مارچ په لسمه پيل کړي. بلخوا طالبانو ژمنه وکړه چې تر زره بندیان چې له دوی سره دي ازاد کړي.

افغان حکومت، چې  د قطر هوکړې برخه نه و، د طالب بنديانو په خلاصون کې زړه نا زړه دی او دا اندېښنه لري، چې دغه بنديان به له خلاصېدو وروسته يو ځل بيا د جګړې ډګر ته وګرځي، دا د دې لامل شو چې طالبان هم د بین الافغاني خبرو له پيلولو ډډه وکړه او حکومت هم د مارچ تر ۲۷مې د دې خبرو لپاره خپل پلاوی نه و ټاکلی او کرونا وژونکې وبا هم د افغانانو ترمنځ خبرو د ځنډ يو مهم لامل دی، ځکه د سفرونو او ناستو له امله د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې شته.

افغان حکومت د امريکا د فشار له امله د بنديانو په خلاصون هوکړه وکړه، د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د مارچ په ۲۴مه نېټه د اشرف غني او عبدالله ترمنځ د ټاکنيز جنجال د حل په موخه کابل ته لاړ، خو دواړه په جوړجاړي کې ناکام شول، پومپيو له افغانستان سره د يو مېليارد ډالرو مرستو کمولو اعلان وکړ او زياته يې کړه، چې راتلونکي کال به هم ورته ګام پورته کړي، په داسې حال کې، چې ټاکنيز جنجال نه دی حل شوی. افغان حکومت د مارچ په ۲۷مه د بنديانو خلاصون په منلو او د افغانانو ترمنځ د خبرو لپاره د ۲۱کسيز پلاوي په اعلانولو د واشنګټن ستاينه ترلاسه کړه. د مارچ په ۳۱مه حکومت يو ځل بيا د بنديانو د خلاصون وځنډول او طالبانو سره يې د بنديانو په اړه تخنيکي ناسته هم وځنډوله.

طالبانو يو ځل بيا دا خبرې وځنډولې او په خپله رسمي اعلاميه کې يې وویل، چې دوی به د حکومت له اعلان شوي پلاوي سره خبرې ونه کړي، ځکه چې دا پلاوی ټول ګډونه نه دی او ټولو لوريو ته د منلو وړ نه دی.

که څه هم  ځينې مخالف مشران لکه عبدالله عبدالله او پخواني ولسمشر حامد کرزي تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو طالبان ادعا کوي، چې دغه مشران په شخصي ډول دې پايلې ته رسېږي، چې د حکومتي پلاوي له ټاکل کېدو سره مخالفت وښيي.
د افغانستان اسلامي جمهوريت د استازولۍ مسئلې د سولې پروسه خرابه کړې، په داسې حال کې، چې حکومت ټينګار کوي، له طالبانو سره د سولې خبرو مشري به په خپله کوي، خو د اپوزيسيون ګوندونه وايي، چې ټولشموله پلاوی به د اسلامي جمهوريت استازولي کوي. طالبان د شوې هوکړې له مخې د «نورو افغان لوريو سره خبرې» داسې تشريح کوي، چې ټول سياسي جهتونه به په کې شامل وي او حکومت به له نورو سياسي ګوندونو هېڅ غوره والی ونه لري.

د فبرورۍ په ۲۹مه د امريکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې د افغان حکومت هېڅ يادونه نه ده شوې او په کابل کې د امريکا متحده ايالتونو او افغان حکومت په شريکه اعلاميه کې د افغانستان اسلامي جمهوريت د نړيوالې ټولنې له لوري د نړيوال قانون په رڼا کې په رسميت پيژندل شوی حکومت بلل شوی دی.

د امريکا او افغان حکومت ګډه اعلاميه کې راغلي، چې له طالبانو سره د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره د اسلامي جمهوريت ټول ګډونه پلاوی ټاکل کېږي. «دا ټول ګډونه پلاوی» عبارت، تر هغې کچې مبهم و چې د امريکا، افغان حکومت او مخالفانو ته یې د منلو وړ نه و.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو د حکومت له لوري د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره د اعلان شوي پلاوي هرکلی کړی؛ ځکه د امريکا په شرطونو برابر دی. د پلاوی غړي تر ډېره حکومت پلوي دي، خو د ډېرو سياسي ګوندونو او قومونو غړي په کې دي، سره له دې، چې د اپوزیسيون ګوندونو برخه په کې غوښنه نه وه او د امريکايي کانګريس په پرتله په کې د ښځو ونډه هم زياته ده او سره له دې هم سياسي ګوندونه هڅه کوي، چې له طالبانو سره د خبرو لپاره بايد دوی ته پراخه ونډه ورکړل شي او په عين حال کې طالبان د سياسي نخبه ګانو ترمنځ له دې وېش څخه استفاده کوي. په ورته وخت کې د عامې روغتيا وزير اندېښنه ښکاره کړې، چې د هېواد پنځوس سلنه وګړي به پر کرونا ويروس اخته او سل زرو زيات به ترې مړه شي.

د ويتنام جګړې پر مهال امريکا او ويټناميانو د خبرو مېز په جوړښت او رامنځته کولو څلور کاله تېر کړل، خو د کرونا وژونکي ويروس او د امريکايي مرستو د کمېدو له امله کېدای شي له افغانستان سره څلور مياشتې وخت هم نه وي.

اوس، چې حکومت د افغانانو ترمنځ خبرو لپاره پلاوی اعلان کړی، بايد د بنديانو خلاصون پيل کړي او د اوربند له مخکني شرط پرته د خبرو پيلولو ته چمتووالی وښيي. د سولې تړون له مخې اوربند بايد تلپاتې او شامل وي. د خبرو د اجنډا اول بند بايد اوربند وي، چې د بشريت ژغورنې لپاره د کرونا ویروس د وبا د قربانيانو شمېر کنټرول شي.

دا به ډېره ګټوره وي، چې د سياسي ګوندونو مشران په څرګنده ژبه د سولې پر پلاوي خپلې نيوکې وکړي، په داسې حال کې، چې دوی پر طالبانو د خبرو پيلولو ټينګار کوي. حکومت ته ښايي، د مخالفو ګوندونو پر وړانديزونو فکر وکړي، چې يې د سولې په خبرو کې ځای پر ځای کړي.

اشرف غني او عبدالله عبدالله عبدالله کولی شي، چې د خپلې مشرۍ وړتيا وښيي او د سولې خبرو د اسانتيا لپاره خپل منځي ستونزې يو لوري ته کړي. عبدالله کولای شي، چې د مشرۍ رول ولوبوي، د صدرات څوکۍ غوښتنه وځنډوي، چې د افغانانو ترمنځ خبرې پيل شي او هغه خبرې به د افغانستان راتلونکی ټاکي او تر هغې وروسته به امريکا وکولای شي له افغانستان سره خپلې مرستې بېرته پيل کړي.
د طالبانو له لوري له اسلامي جمهوريت سره د خبرو لپاره  بار بار ځنډ او خپلو جنګيالیو ته د هغوی پيغام دا خبره د هر مخالف لپاره سختوي، چې د هغوی سره خبره وکړي.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو د ستر پوځي مشر او د ګوانتانامو د پخواني بندي ملا فاضل، چې اوس د مرکچي پلاوي غړی هم دی،  هغه خبرې ډېرې ښکته پورته کېږي، چې د درې قضيو په اړه هر ډول تنازل رد کړی دی. د امير نوم، د افغانستان اسلامي امارت او ټول نظام بايد د اسلامي شريعت پر بنسټ ولاړ وي. ملا فاضل ته د سفر اجازه ورکړل شوې، چې د طالبانو شکمنو جنګياليو ته د سولې تړون په اړه قناعت ورکړي. ملا فاضل په خپلو خبرو کې د طالبانو پر ځينو پخوانيو کارونو نيوکې کړي، د القاعدې نوم له يادولو پرته يې له دغې ډلې د جلا کېدو لپاره دلایل وړاندې کړل، چې خپلو سخت دريځو ملګرو ته اطمنان ورکړي. سره له دې، چې خپلو پلويانو ته د پيغام رسولو په موخه دا پيغام مخالفينو ته هم رسېږي.

طبيعي خبره ده، چې مرکچيان هڅه کوي، له ځواکمن ادرسه خبرو ته داخل شي، د دې تر څنګ طالبان له حکومتي پلاوي سره له ناستې انکار کوي. د طالبانو څرګند دريځ د دې ښکارندویي کوي، چې طالبان د خپلو بنديانو د خلاصون پلان لري، دا خبرې به اوږدې شي، د امريکا د وتلو لپاره به انتظار کوي او بیا به طالبان د اسلامي امارت منلو لپاره له زوره کار واخلي. له نسبي شامل پلاوي سره د خبرو لپاره د طالبانو انکار دا شکونه نور هم قوي کوي.

طالبان کولی شي، د دغو شکونو د کمولو لپاره له اوسني پلاوي سره خبرې پيل کړي او تر هغه وروسته د پلاوي د پراخولو غوښتنه وکړي. هېڅ کله مذاکرات له هغه پلاوي سره تر پایه دوام نه کوي، چې له کوم سره پيل شوی وي. د طالبانو د سياسي کارونو مشري ملا برادر، ملا فاضل او نور هغه مشران په اوس وخت کې پر مخ بیايي، په داسي حال کې چې کله د طالبانو ټيټپوړو مسؤولينو د قطر دفتر پرانيست، هغه مهال همدا مشران په نورو ځايونو کې بنديان وو. د سولې هېڅ پروسه په يوه کوټه کې نه ترسره کېږي، هغه مادي وي او که فرضي وي. ډېری افغان ډلې او د سياسي عمليې غړي به په دې پروسه کې د خپل رول غوښتنه وکړي او د دې پروسې پر پایلې به خپل اغېز ولري او له دوی به په دې اړه د هوکړې غوښتنه وشي.

د جګړې د شدت دوام دا اندېښنې او شکونه زیاتوي. طالبانو وليدل، چې د اوو ورځو اورکم له امله د سولې تړون وشو، خو ډېر ژر بيا بېرته عمليات پيل شول، چې د سولې تړون کې هم اجازه ورکړل شوې ده. حتی په هغو سيمو کې هم جګړې روانې دي، چېرته چې خلک له کرونا ويروس سره مخ دي. سره له دې، چې له اورکم مخکې وخت په پرتله اوس مهال د جګړې شدت کم دی، خو طالبان باید پر افغان ځواکونو خپلو بریدونو ته د پای ټکی کېږدي. د طالبانو په بریدونو کې لسګونه افغانان وژل کېږي، خو ډېر ژر به د کرونا ویروس له امله لسګونه زره افغانان له ټولو لوريو مړه شي. هر څومره، چې د تاوتريخوالي کمول په مذاکراتو کې ځنډېږي، دا وېره به زياتېږي، چې وضعيت بېرته جګړه ييز شي او يو ځل بيا هغه حالت راشي، چې د خبرو مېز ته د کيناستو پر ځای د مړو خښولو چارې پيل شي.

سلطان برکات:

په دوحه کې د شخړې او بشري څېړنو د مرکز مدیر او د يارک پوهنتون د سیاست ډيپارمنټ افتخاري پروفیسر.

بارنيټ روبین:

نيويارک پوهنتون کې د نړيوالۍ همکارۍ په مرکز کې د افغانستان د سيمه ييز پروګرام مشر، افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د استازي پخوانی سلاکار او همدارنګه افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د پخواني استازي مرستيال.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون