افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

په جوزجان کې د طبیعي ګازو د اېستلو بهیر په بریا سره پيل شو

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې د ګازو استخراج یا اېستلو بهیر په بریا سره ترسره شوی او اوس یې له یوې څا څخه د طبیعي ګاز اېستل پیل کړي دي.

د دې وزارت ویاند عبدالقدیر مطفي وايي، د ګاز او تېلو د موندلو لپاره یې د جوزجان ولایت یتیم تاق ساحه کې له دې څا د ګاز پر اېستلو بریالي شول.

د کانونو او پټرولیم وزارت په خپله فیسبوکپاڼه هم د ۳۲ شمېرې څا څخه د ګاز اېستلو د لړۍ خبره کړې او هم زیاته شوې چې ټاکلې ده دې سیمه کې پر ۳۶ شمېره څا هم کار پیل شي. يتيم تاق سيمه د جوزجان مرکز شبرغان ښار په ۲۵ کيلو مترۍ کې ختيځ لور ته پرته ده.

د پټرولیم وزارت د چارواکو په خبره، د دې څا د ګاز د تولید له مخې به افغان دولت ۸ اعشاریه ۵ میلیون ډالر کلنی عاید ترلاسه کړي.

د دغه وزارت پر فیسبوکپاڼه له دې خبر سره داسې ویډیو هم خپره شوې چې پکې له یوه نل د ګاز لمبې پورته کېږي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون