پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پاکستانۍ محکمې د امریکايي خبریال پر وژنه تورن کس ته د اعدام سزا ختمه کړه

د پاکستان د سند ایالت محکمې په کراچۍ ښار کې د یوه امریکايي وژل شوي خبریال ډینیل پرل په وژنه کې د تورن کس عمر شيخ د اعدام سزا له کابو شل کاله زندان تېرولو وروسته ختمه کړې او په اووه کاله اضافه بند يې محکوم کړی دی.

د پاکستانۍ رسنیو د راپور له مخې، د عمر شیخ وکیل وايي،‌ هغه له وړاندې لا شل کاله په بند کې تېر کړي،‌ نور باید خوشی شي.

امریکايي خبریال ډينیل پرل د سوېلي اسیا لپاره د وال سټریټ ژورنال خبریال و، چې په ۲۰۰۲ عيسوي کال د جنورۍ پر ۲۳مه نېټه له کراچۍ تری تم شو او څلور ورځې وروسته يې یوې نوې وسلوالې ډلې د خلاصون په بدل کې له امریکا غوښتنې وکړې.

د یادې ډلې په غوښتنو کې په ګوانتانامو زندان کې د پاکستاني بندیانو خوشي کول او پاکستان ته د ایف شپاړس ډوله الوتکو ورکولو وو، چې د دوی په خبره که ونه منل شوې نو خبریال ډینیل پرل به ووژني.

وروسته د همدې کال د فبرورۍ پر ۲۱ مه پاکستانیو چارواکو ته یوه ويډيو ولېږل شوه چې په کې يې د تښتول شوي خبریال ډینیل پرل وژنه ثبت کړې وه، تر دې شاوخوا درې میاشتې وروسته بیا په کراچ‍ۍ کې پولیسو یو قبر وموند چې د خبریال ډينیل پرل سر پرې کړی مړی په کې و.

عمر شیخ چې د یاد خبریال په وژنه کې تورن بلل کېده په ۲۰۰۲ عیسوي کال کې یوې پاکستانۍ محکمې ورته د مرګ سزا واوروله او له همغه راهیسې نوموړی په بند کې و.

عمر شیخ چې په ۱۹۷۳م کال په لندن کې په یوې پاکستانۍ کورنۍ کې زېږېدلی، زده کړې یې هملته ترسره کړې دي. نوموړي منلې چې په ۱۹۹۲م کال کې چې زده کوونکی و، بوسنیا ته تللی و او هلته يې د مسلمانانو د خراب وضعیت لیدلو وروسته هملته د «جهاد نیت» وکړ او د جنګي روزنې لپاره يې بیا افغانستان ته مخه وکړه.

وروسته په ۱۹۹۴ کال کې نوموړي د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې درې بریتانویان او یو امریکايی وګړی وتښتول او د دوی د خلاصون په بدل کې يې د لسو نیول شويو کشمیریانو د خلاصون غوښتنه وکړه.‌ خو بریالی نشو.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون