افغانستان سلايډ (فيچر)

ولسمشر غني د پاکستان له پوځي مشر جنرال باجوه سره غږېدلی

د ولسمشرۍ ماڼۍ له لورې په یوه خپره شوې خیرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر اشرف غني د پاکستان د پوځ لوی درستیز او پوځي مشر جنرال باجوه سره د ټلیفوني خبرو په ترڅ کې د سولې د مذاکراتي ټيم، ټرانزیټ، سوداګرۍ او دوه اړخیزو اړیکو په تړاو خبرې کړې.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي. ولسشمر غني د پاکستان له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره تلیفوني تماس نیولی او هغه ورته د بین الافغاني خبرو لپاره د حکومت د مذاکراتي ټیم ټاکلو له امله د مبارکۍ په ګډون په یو شمېر نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

له ارګ څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې باجوه غني ته د بیا ولسمشر کېدو او یوه همه شمول مذکراتي ټیم د ټاکلو له امله مبارکې ویلې او له مذکراتي ټيم د هرکلي تر څنګ یې تمه ښودلې، چې یاد ټيم به له طالبانو سره د سولې خبرې مخته یوسي.

خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې دواړو لورو له کورونا سره د مبارزې په برخه کې د سیمه ییزې همکارۍ په ټینګښت ټینګار کړی او د ترانزیت په برخه کې باجوه وعده کړې، چې افغانستان ته د افغان سوداګرو د مالونو د ژر انتقال په برخه کې به اړین اقدامات کوي.
https://web.facebook.com/ARG1880/posts/2827418897334334

د پاکستاني د پوځي مشر او ولسمشر غني ترمنځ دا ټلیفوني خبرې په داسې مهال کې ترسره کېږي، چې له څه کم کابو یوې میاشتې راهیسې د امریکا او طالبانو ترمنځ دوحه کې د سولې د هوکړې سره سم بین الافغاني مذاکرات او د بندیانو خلاصون په موضوعاتو کې هېڅ  پرمختګ نه تر سترګو کېږي.

همداراز د طالبانو د بندیانو د خلاصون د کمېټې یو درې کسېزه پلاوی هم له تېرو درو ورځو راهیسې د بندیانو د تبادلې پر تخنیکي اړخونو او د انتقال پر چارو د بحث لپاره د قطر هېواد د سفارت په کوربتوب په کابل کې مېشت دی او تر اوسه یې څو ځلې د سره صلیب،امریکا او قطر هېواد د استازو په حضور کې له حکومتي پلاوي سره خبرې کړې

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون