افغانستان سلايډ (فيچر)

د امریکا سفارت د ولسمشر د ځانګړي ساتونکي د قاتلانو د نیولو غوښتنه وکړه

د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د ولسمشر غني د ځانګړي ساتونکي له وژل کېدو یوه ورځ وروسته د امریکا سفارت په کابل ښار کې د ولسمشر د یو مشهور ساتونکي په وژلو خپل غبرګون وښود او د هغه د قاتلینو د نیولو غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا سفارت په یوه اعلامیه کې ویلي، پي پي ایس ځواکونو یو وړ امنیتي، مسلکي او ریښتینی افسر له لاسه ورکړی او افغانستان به د هغه اتلولي و میړانه یاده ساتي.

د امریکا سفارت پر حکومت هم غږ کړی چې د هغه قاتلین باید د قانون منګولو ته وسپارل شي.

بل پلو د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین منلې چې وسله والو په یو کمین کې د جمعې په ماسختن اته نیمو بجو د پي پي ایس پر دوو کارکوونکو ډزې کړې دي،  چې په ترڅ کې یې د ولسمشر ځانګړی ساتونکی قیام مقصودي وژل شوی او یو بل ژوبل دی.

نوموړي زیاته کړې، چې د دې پيښې په اړه تحقیقات روان دي.

د یادونې ده، چې تر دې دمه کوم فرد یا ډلې ددې پيښې مسؤلیت نه دی منلی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون