روغتيا او ژوند

ترکیه له کورونا څخه خوندي ساتونکی درمل د جوړولو ادعا کړې

د ترکيې د درمل جوړونې یوې سترې ادارې ادعا کړې چې داسې درمل يي جوړ کړی چې د کورونا وایرس درملنې کې مثبتې پایلې لرلی شي.

د ټي ار ټي د راپور پر بنسټ، د دغې کمپنۍ یو چارواکی، عبدي ابراهیم، خپلې رسمي ټوېټر پاڼې کې لیکلي: «له څېړنو وروسته مو داسې درمل جوړ کړی چې د کورونا درملنې کې اغېزمن ثابتېږي او د عامې روغتیا وزارت ته مو وړاندې کړی.»

نوموړي زیاته کړې: «موږ به ټول کال دغه درمل تولیدولو ته ادامه ورکړو او ټوله ترکیه کې به يي ناروغانو ته ډالۍ کړو.»

دغې کمپنۍ دغې سترې لاسته راوړنې لپاره له ټولو ډاکټرانو، درمل جوړوونکو او نرسانو څخه مننه کړې.

د یادونې ده چې ترکیې کې تر دې دمه له ۲۳۰۰۰ څخه ډېر کسان په کورونا وایرس اخته شوي او له امله يي ۵۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي هم دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون