ټکنالوژي روغتيا او ژوند

انګلستان کې خلک د کورونا له وېرې د ۵جي پایې سوځولي

د کورونا وایرس خپرېدو سره ټولنیزو رسنیو او انټرنټ له لارې د ناسمو معلوماتو خپرېدل او یو بل سره شریکول هم ډېر شوي او حکومتونو او روغتیايي کارپوهانو لپاره په جدي ستونزه بدله شوې ده.

کورونا وایرس خپرېدو څخه وروسته ځینو هېوادونو کې داسې معلومات خپاره شوي چې ګواکې د ۵جي ټکنالوژۍ پایې دغه وبا خپرولو کې مرسته کوي.

دغه کسانو وايي چې دغه وبا د ۵جي ټکنالوژۍ تر معرفي کېدو وروسته خپره شوه، چې له همدې امله کېدای شي دغه ټکنالوژي او د ۵جي پایې څخه خپرېدونکي سېګنلونه د دغه وایرس د خپرېدو لامل وي.

د راپورونو پر بنسټ، د ۵جي ټکنالوژۍ په اړه دغه ناسم معلوماتو خپرېدو سره یو شمېر خلک د انګلستان په مختلفو ښارونو کې مخابراتي پایې سوځولي دي. دغه پېښې د انګلستان په برت، برمنګم، لېورپول او مېلېنګ ښارونو کې پېښ شوي او د پایو د سوځولو وېډېوګانې ټولنیزو رسنیو کې خپار شوي دي.

د انګلستان د ساینس او ټکنالوژۍ وزارت وايي چې د پایو د سوځولو وېډیوګانې اصلي دي، خو دا چې دغو پایو ته چا او څنګه اور ورته کړی لا هم څرګند نه دی.

له دغو پېښو وروسته، د انګلستان د ساینس او ټکنالوژۍ وزارت خپل رسمي ټوېټر پاڼې له لارې ټویټ وکړ او خلکو ته يي ډاډ ورکړ چې ۵جي ټکنالوژي د کورونا په خپرولو کې هېڅ ډول رول نه لري. یاد وزارت خپل دغه ټویټ له لارې له خلکو سره هغه څېړنې چې ثابتوي چې ۵جي ټکنالوژي دغه وبا نه خپروي هم شریکې کړې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون