افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

انډين اکسپریس: افغان سیکان له هندوستان څخه پناه غواړي

د هندوستان انډین اکسپریس ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په کابل کې د سیکانو پر درمسال له د داعش ترهګرو له وسله‌وال برید وروسته افغانستان مېشتو سیکانو په ټولیز ډول د افغانستان د پریښودلو لپاره له هنده مرسته غوښتې.

ورځپاڼې په یوه راپور کې ویلي،داسې لیکونه يې تر لاسه کړي، چې افغان سیکانو کابل کې د هند سفارت ته لیږلي، چې پکې یې لیکلي داعشیان هر وخت دوی ته ګواښونه کوي، تهدیدوي یې او د دوی ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.

په دغه لیک کې افغان سیکان د هند له حکومته غوښتي،چې مرسته ورسره وکړي، ترڅو ژر تر ژره افغانستان پریږدي.

ورځپاڼې د سیکانو د بل لیک په حواله، چې د هندوستان د کورنیو چارو وزارت ته یې استولی، ویلي چې داعش دوی ته هره ورځ زنګونه کوي او ګواښونه ورته کوي.

همداراز په یوه بل لیک کې په کابل کې د سیکانو د ټولنې یوه مشر رسنیو ته ویلي، چې دوی خوندي نه دي، ګواښل کېږي او د افغانستان د پرېښودلو ورته ویل کېږي.

دنوموړي په خبره، اوس مهال په ټول افغانستان کې ټولټال اتیا کورنۍ سیکان پاتې چې ټولټال له «۶۵۰-۷۰۰» پورې غړي لري او له ډلې یې هيڅ یو نه غواړي دلته ژوند وکړي، ځکه ددوی په خبره، له واړه تر غټ هیڅوک دلته خوندي نه دي.

دغه دوه لیکونه چې، یو یې په کابل کې د هند د سفارت او بل یې د هند د کورنیو چارو وزارت په نامه لېږل شوي، پکې لیکل شوي، چې دوی د هند له سفیر سره په اړیکه کې دي او هغوی ورته د اپریل د میاشتې تر لومړۍ نېټې د جواب ورکولو وعده ورکړې.

دا په داسې حال کې دی چې دوې اونۍ وړاندې یو بریدګر چې داعش ته منسوبو کسانو یې اوس تازه په ټولنیزو رسنیو کې عکس نشر کړی او هغه یې د هندوستان تبعه بللی، د کابل شور بازار کې د سیکانو درمسال ته ننوت چژ لږ تر لږه یې ۲۷ تنه و وژل او ۸ تنه نور یې ژوبل کړل.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون