افغانستان سلايډ (فيچر)

اتمر: د سولې لپاره د سیمه‌يېزې اجماع رامنځته کول او د اختلافاتو لیرې کول اړین دي

د بهرنیو چارو وزارت لپاره نوي ټاکل شوي سرپرست او نوماند وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، په افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره سیمه یېزه اجماع نشته او هم باید د حکومت د مشرانو په منځ کې سیاسي اختلافات پای ته ورسوي.

ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو د وزیر په توګه د کار له پیلولو وروسته په خپله لومړۍ خبري غونډه کې وویل، د بهرني سیاست او دیپلوماسۍ یوه طرحه یې جوړه کړې، چې ډېر ژر به یې کابینې ته د تصویب لپاره ولیږي او همداراز په دې دنده کې یې له ګاونډیو هېوادونو سره د سولې پر موضوع کار کول لومړیتوب دی.

حنیف اتمر همدا راز پر افغان سیاستوالو غږ وکړ چې د سولې راوستلو لپاره خپل سیاسي مخالفتونه او د ټاکنو پر سر راولاړې شوې ناندرۍ پای ته ورسوي.

د بهرنیو چارو نوی سرپرست وزیر ښاغلی اتمر وایي، په تېرو اوونیو کې له ولسمشرمحمد اشرف غني سره د بهرني سیاست بنسټیزو حدودو په اړه نتیجې ته رسیدلی او ژر به یې یوه طرحه کې ځای پر ځای کړي.‌

ښاغلی اتمر په داسې وخت کې د بهرنیو چارو وزارت مسئولیت پر غاړه اخلي چې د افغان سولې لپاره نړیوالې او سیمه ییزې هڅې روانې دي. همدارنګه د حنیف اتمر لپاره ښایي یوه بله ننګونه په خپله د بهرنیو چارو په وزارت کې اړین اصلاحات راوستل وي.

ټاکل شوې ده چې افغان حکومت په نژدې راتلونکي‌ کې له طالبانو سره د سولې لپاره مخامخ خبرې پیل کړي، خو دا چاره د بندیانو د خلاصون پر موضوع د اختلاف له کبله تر اوسه نه ده پیل شوې.

د ملي امنیت شورا وايي، اوس هم په کابل کې د طالب بندیانو د خلاصون لپاره د راغلي پلاوي سره د بندیانو د خلاصون په اړه پيل شوې خبرې ښې پر مخ روانې دي او ډېر ژر به یوې پایلې ته ورسېږي. طالبانو هم تېره ورځ په یوې اعلامیې کې د امریکا سره د کړې هوکړې د تطبیق او سرغړونو د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

ښاغلي اتمر له دې وړاندې د ولسمشر غني په لومړۍ دوره کې د ملي امنیت سلاکار په توګه دنده کړې، چې بیا یې په ۱۳۹۸ل کال کې ټاکنو ته د دریدلو لپاره له دندې استعفا ورکړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون