افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

مخابراتي شبکې د قرنطین په شپو کې د انټرنيټ بیې ټېټوي

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکو د مخابراتي شرکتونو له مسؤلینو سره په یوه ګډه خبرې ناسته کې ویلي، مخابراتي کمپنیو ژمنه کړې چې د قرنطین په موده کې به خلکو ته د انټرنیټ بیې کې نیمايي ته راکمې کړي او د انلاین زده کړو په سیستم هم کار روان دي.

تېره ورځ مازیګر د مخابراتو وزارت، اترا او ټلیکام کمپنیو استازو د کورونا پر ضد د عامه پوهاوي، انلاین زده کړو سیسټم او د انټرنیټ د بیو کمولو په تړاو خبري کنفرانس کې په دې اړه خبرې وکړې.

د اترا ادارې مشر عمر منصور انصاري وویل، د مخابراتي کمپنیو په مرسته له تېرو دوه اوونیو راهیسې د عامې روغتیا وزارت پیغامونه په مسلسل ډول نشرېږي او کاروونکو ته استول کېږي. د نوموړي په خبره، زده کوونکو ته د انلاین زده کړو سیسټم په جوړولو هم د مخابراتو وزارت، پوهنې وزارت، احصائیې ادارې او ټلیکام کمپنیو بحثونه روان دي.

د مخابراتو وزارت سرپرست فهیم هاشمي بیا ولس ته په غوره انټرنیټي خدماتو برابرولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه د ولسمشر په امر یې مخابراتي شبکو او اترا سره په ګده یوه داسې هوکړه کړې ده چې له مخې به یې انټرنیټي خدمات ارزانه شي.

نوموړي همداراز زیاته کړه، چې د انټرنیټ کیفیت په داسې وبايي حالاتو کې ښه کېدای نه شي، خو بیې راکمول او د زده کړې د موادو انلاین برابرول امکان لري.

بل پلو په دې  کانفرانس کې د افغانستان مخابراتي کمپنیو استازو هم خبرې وکړې.

د دوی له منځه افغان بیسیم کمپنۍ وویل، د پنځوس سلنه ارزانو انترنیټي پیکیجونو وړاندې کولو هوکړه کوي او زیاته یې کړه چې سر له دوشنبې یانې نن ورځې څخه خلک کولی شي ۳۰ سلنه ارزانه پیکیجونه ترلاسه کړي. «یعني که پخوا د انترنیټ ۱ جي بي کڅوړه په ۲۰۰ افغانیو وه، اوس یې خلک په همدې پیسو ۲،۳ جي بي ترلاسه کولی شي.»

د سلام کمپنۍ استازي بیا وویل، هرات او نیمروز کې خلک تر ټولو چټک انټرنیټ ترلاسه کولی او دوی په خپل پوښښ کې ۵۰ سلنه پراختیا راوستې ده.
روشن او ایم ټي این کمپنیو بیا وویل، چې دوی زده کوونکو ته مفته انلاین زده کړې برابروي او انټرنیټ به هم ارزانه کړ.

د اتصالات کمپنۍ استازي بیا وویل، پیکیجونه یې دوه چنده ارزانه کړي دي او پخوا چې په کومو پیسو خلکو۴ جي بي انټرنیټ ترلاسه کاوه، اوس اته جي بي ترلاسه کولی شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون