افغانستان سلايډ (فيچر)

امنیتي ځواکونو روزګان کې طالبانو ته د درنې مرګ‌ژوبلې د اړولو ادعا کړې

په سویل کې د ملي اردو د ۲۰۵ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر ویلي، چې په روزګان کې یې د هوايي بریدونو په ترڅ کې اتلسو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د ۲۰۵ اتل  قول اردو اعلامیه وایي، هوايي ځواکونو د روزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د طالبانو پر مرکزونو په یو برید کې ۶ طالبان وژلي او ۲ ژوبل دي.

اعلامیه همداراز وايي، په خاص روزګان ولسوالۍ کې یې هم دې ته ورته یو بل برید کې یې ۶ طالبان وژلي او ۴ یې ژوبل کړي دی.

افغان پوځ په داسې حال کې په روزګان کې پر طالبانو د هوايي بریدونو خبر ورکوي، چې تېره ورځ يې د زابل په ارغنداب کې يې ۲۱ طالبان د هوايي برید په ترڅ کې هغه مهال له منځه یووړل چې ویل کېږي، د امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې له برید وروسته د یوې جنازې د لمانځه پر مهال را ټول شوي وو.

د اتل قول اردو اعلامیه وايي، درې واړه بریدونه یې یوازې له خپلو سرتېرو څخه د دفاع په هدف کړي دي، ځکه طالبانو په دغو دوه ولایتونو کې پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي وو.

طالبانو د دغو بریدونو په تړاو څه نه دي ویلي، خو د زابل برید کې يې د خپلې مرګ‌ژوبلې خبرونه رد کړي وو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون