افغانستان سلايډ (فيچر)

کابل کې د وردګو د یوه تښتول شوي قومي مشر مړی میدان کې موندل شوی

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د وردګو ولایت قومی مشر ضیاءالدین کمال چې یوه نیمه اونۍ مخکې له کابل ښار څخه نامعلومو کسانو له له لورې اختطاف شوی و، مړی يې وموندل شو.
د سیمې خلکو ویسا ورځپاڼې ته ویلي،چې له کابو دوو اونیو ترې تم کېدا وروسته نن د ډاکتر کمال مړی موندل شوی.
د نوموړي مړی نن د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند په تنګي سیمه کې موندل شوی.
ویل کېږي د هغه مړی داسې حالت کې موندل شوی، چې په ډېره بېرمحمۍ سره وژل شوی.
همداراز د میدان وردګو ولایت د یوه بل قومي مشر د مرګ او ژوند په اړه لا هېڅ معلومات نه دي ورکول شوي.
نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون