افغانستان سلايډ (فيچر)

یو افغان ډاکتر د کرونا وایروس له امله وفات شو

د راپورونو له مخې ، په افغانستان کې د کورونا وایروس له امله لومړنی ‌‌‌‌‌‌افغان ‌‌‌‌‌‌ډاکټرحنیف الله چې د کونړ ولایت اوسېدونکی و او په کابل کې یې دنده درلوده، په دغه وایروس له اخته کېدو څو ورځې وروسته نن سهار ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکټر حنيف الله د فاميلي طب متخصص و ،د کرونا معاينات يې مثبت ښودل شوي وو او د څو ورځو ناروغۍ له امله يې نن سهار خپل ژوند له لاسه ورکړ.

ډاکټر حنيف الله د افغانستان د فاميلي طب د ټولنې غړی و او افغانستان کې د کرونا ناروغۍ له خپريدو سره له کرونا سره د مبارزې د ملي اتحاديې غړی هم ټاکل شوی و.

له کرونا سره د مبارزې د ملي اتحاديې اجراييه رييس ډاکټر خالد راشد هم په يو پيغام کې د نوموړي په مړينه خواشيني ښودلې او له حکومت څخه يې غوښتی چې نوموړي ډاکټر ته ټول هغه اعزازي مډالونه ورکړی چې د کرونا سره د مبارزې په ترڅ کې وژل شويو طبي پرسونل ته منظور شوی دي.

ډاکټر خالد ويلي دي چې حکومت بايد د ډاکټر حنيف د کورنۍ کفالت او سرپرستي هم وکړي.

که څه هم په افغانستان کې د سيمې د نورو هيوادونو په نسبت د کرونا مثبتې پيښې کمې دي خو بيا هم حکومت په دې نه دی توانېدلی چې په دې ناروغۍ اخته کسانو ته اړوند روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

تر اوسه په افغانستان کې پر کرونا د اخته کسانو شمېر  ۳۶۷ ته لوړ شوی او نن د دې ناروغۍ له امله د ډاکتر حنیف الله په شمول د مړو شمېر درې تنو ته ورسېد.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون