افغانستان سلايډ (فيچر)

بیګ: د بندیانو د خلاصون بهیر د ۱۵ کسانو د نه خوشي کولو له امله ځنډيدلی

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس او د بین الافغاني خبرو لپاره د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړی عبدالمتین بیګ وايي، د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خوشې کولو بهیر ځکه ځنډېدلی، چې دوی د خپلو ۱۵ جنګي قوماندانانو د خوشي کولو څخه نه تېریږي.

افغان حکومت وايي، په لومړي پړاو کې د هغو طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی چې په خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی وي.

متین بیګ نن د دوشنبې په ورځ/ د اپریل۶مه په کابل کې په یوه خبري غونډه کې وویل، افغان حکومت چمتو دی چې په لومړي سر کې ۴۰۰ هغه طالب زندانیان خوشي کړي چې جرم یې کم وي یا یې د بند موده پوره وي.

نوموړی وايي، طالبان د هغو ۱۵ بندي قومندانانو د خوشي کیدو غوښتنه کوي چې په سترو بریدونو کې یې لاس درلود، چې د دغو پنځلسو زندانیانو پر خوشي کولو د طالبانو ټینګار او «ضد» ورته د زغملو نه دی.

ښاغلي بیګ نن خبریالانو ته وویل: « طالبانو چې د کومو بندیانو خوشي کولو غوښتنه کړې یو شمېر ډېر جدی مشکلات لري، په خونړیو حملو، هوا پيژندنې ادارې باندې د برید، پر کانټینینټل او یا کوم عملیات چې د ملي امنیت پر روغتون وشول موږ نیولي دي، عملاً یې لاسونه زموږ د ملت په وینو لړلي دي او دوی بیا هم د دغو ۱۵ تنو پر خوشي کولو ټینګار کړی دی، د دوی د خوشي کولو په اړه ملت زموږ څخه ځواب غواړي.»

هغه وویل چې طالبان د خپلو جنګي قوماندانانو په خوشي کولو سره غواړي بیا ځینو ولایتونه سقوط کړي.

 

نوموړي زیاته کړه، چې د بندیانو خوشي کول د تاوتریخوالي کمېدو پورې مقید دي، او دا باید مرحله وار وي، موږ نشو کولای چې له خپلو زندانونو څخه د افغانستان د خلکو مجرمین ازاد کړو چې جګړه نوره هم سخته شي.

هغه وویل چې افغان حکومت په دې برخه کې ملامت نه دی بلکې دا طالبان دي چې د ضمانت په نه ورکولو سره یې یاد بهیر ځنډولی دی.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې ټاکل شوې وه ۵۰۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت او ۱۰۰۰ زندانیان د طالبانو له محبسونو څخه خوشي شوي وا چې تر دا مهاله یې بهیر نه دی پیل شوی.

د افغان حکومت او طالب استازو درې ځله د یادو بندیانو خلاصولو په اړه د ویډیويي کنفرانس له لارې خبرې وکړې او تر هغه وروسته تېره اونۍ یوه درې کسیز طالب پلاوي له افغان حکومت سره د خپلو بندیانو د خلاصولو په اړه کابل ته راغی.

د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي چې د دوی تخنیکي ټیم د طالبانو له تخنیکي ټيم  سره څو ځلې خبرې کړي.

طالبانو تېره ورځ دخپلو ۵۰۰۰ بندیانو خلاصولو په اړه د ځنډ رامنځته کولو کې امریکا او افغان ایتلافیان یې ګرم وبلل، چې په یوه او بله بهانه یې د بندیانو د خلاصون بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ کړی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون