سلايډ (فيچر) نظر

د ډاکټر حنيف الله مړينه؛ څو خاطرې څو يادښتونه!

وحيدالله مصلح

د پنجشنې ورځ وه، مونږ ټول د طب پوهنځي د رياست مخې ته راټول شو، زه دا مهال د لومړي ټولګي محصل وم، يو زوړ روسی بس ولاړ و او ټول وروختلو، د سفر د ادابو تر بيانولو وروسته مو د سفر دعا وويله او لږ شېبه وروسته موټر د لالپورې او مزرې چينې خوا ته حرکت وکړ، غالباً هلته د تبليغ لپاره د کال راوتلی جماعت و، مونږ يې اکرام لپاره ورتللو، “اکرام” د تبليغ ځانګړې اصطلاح ده چې کله يو مسلمان له بل مسلمان سره ښېګڼه کوي نو دې ته اکرام مسلم وايي او دا د تبليغ په شپږو نمبرو کې يو اساسي نمبر دی.

د محصلينو په دې دعوتي ګروپ کې ګڼ ملګري وو، ما نه يې اوس نومونه هير دي خو په دوی کې د طب پوهنځي د تبليغ مشران ډاکټر امان الله صاحب او ډاکټر حنيف الله صاحب هم راسره مل وو، په طب پوهنځي کې هغه مهال د دوی يو دريم ملګری هم و هغه ډاکټر رحيم الله صيب و، دوی درېواړه يو له بل پرته نيمګړي وو…

د کامې پر پله واووښتو، سرک خام و، موټر به په هر جمپنګ کې ټوپ واهه او په هر ژور ځای کې به جول جول کېده، زمونږ د ټولو پر مخونو ګردونه پرېوتي وو، ويښتان مو هم پرې ډک وو. ناوخته ټاکلي جومات ته لاړو، هلته بيان وشو او بيا مو تبليغي ماښامنۍ وخوړه، خدای شته د تبليغ په مړۍ کې چې کوم خوند دى هغه د کابل په بوفو کې نه شته. تعليم هم وشو او بيا د ستړې ورځې په پای کې په خواږه خوب ويده شو.

سبا ته د سهار لمونځ په جماعت وشو او شپږ نمبرې هم بيان شوې، د اشراق لمونځ هم وشو او بيا مو د سهارنۍ تر خوړلو وروسته تصميم ونيولو چې پر سيند به واوړو او آغاړې به پر پاخه سرک تر جلال اباده لاړ شو. همداسې مو وکړل، ډېر په زړه پورې مزل و، سيند ته ورسېدو او هلته مو جاله وان سره خبره وکړه، او جاله وان بيا په وار وار اغاړې ته اړولو، زه او حنيف الله صاحب په طبعه طبعه تللو او چې د سيند نه واووښتلو ما د سائل يو شعر له ځان سره زمزمه کولو، دا زما طبعيت داسې دی چې د طبيعيت په دغسې منظرونو کې حتماً شعرستان ته ورځم:

هغه درزېدونکی زړه؛ هر قدم نا زړه قدم
تلو کې په ستانه کاته؛ ياره دا دې څه وکړه

دا شعر مې ټول له ځان سره وايه او له سيند نه پناه کېدم، بيا چې کله يو وخت حنيف الله صيب د خاطرو ليکلو راته وويل، دا منظر مې د هغه وخت په ماتو ټکو په کې ليکلی و.

ننګرهار طب پوهنځی او فکري لارې!

هغه مهال سره له دې چې د طالبان اسلامي امارت واکمن و او پر فکري اتجاه ګانو او لارو پابندۍ وې، خو په طب پوهنځي کې پټ فکري جريانونه وو او فکري خلکو يو بل پېژندل، زمونږ ملګري په خپل حرکي فکري شتون سره په محصلينو کې معلوم وو، مونږ په يوه ژوره روحي او فکري اړيکه کې وو، مطالعې وې، اونيز مجلسونه وو او حتی د طب پوهنځي فرهنګي کمېټه هم زمونږ ملګرو په يوه تريک په واک کې نيولې وه، هغه ډېره فعاله کمېټه وه، هغه مهال تلويزيونونه او فرهنګي برنامې چرته وې؟ مونږ به چې په طب پوهنځي کې فرهنګي برنامه جوړه کړه نو له نورو لېسو او پوهنځيو علاوه به د شاوخوا کورونو ځوانان هم نندارې ته راتلل، يو وار د ثور اومې په اړه تمثيلي پارچه وه، کيسه داسې وه چې ديني عالم، د پوهنتون استاد او محصل بنديان وي او د ثور کودتاچيان ترې تحقيق کوي، په دوی کې يو بندي د طب پوهنځي محصل عبدالرحيم سيال و، چې محصلينو به له ډېرې مينې ورته مامې يا ماما ويل، يو فوق العاده استعداد و ورسره، هغه چې د مظلوميت او شکنجې کوم درد تمثيل وکړ، هغه په کې په خپله هم په ريښتيني په ژړا شو او لاندې چې مو برخوالو ته کتل ډېری مېلمنو او کتونکو ژړل.

طب پوهنځی او د تبليغ کار!

په دغسې پټو فکري مسيرونو کې د تبليغ ملګرو خپله خواري پر هيچا نه سپموله، همېشه به يې د تبليغ لپاره اړيکې ساتلې، حنيف الله صاحب د ديندارۍ يو پيکر و، په طب پوهنځي کې نوموړي او امان الله صاحب پر ډېرو محصلينو د تبليغ خواري کړې ده، په دغو کې يو زه هم يم، ډېرو سه روزو او شب جمعو ته ورسره تللي يم، حنيف الله صاحب ما ته هيڅکله د پرديتوب احساس نه راکولو، هغوی د فاکولتې مشران محصلين وو او مونږ چې تازه راغلي وو دوی په ډېر عزت او شرافت برخورد راسره کولو، په وروستي کال چې دوی فارغېدل حنيف الله صاحب ډېر راته کلک شو چې په دريو مياشتو رخصتيو کې بايد د تبليغ چهلې ته لاړ شم، زړه نا زړه وم خو د رخصتيو په منځ کې يو ماښام مرحوم مولوي صاحب قلم الدين د افغانستان د دعوت او تبليغ مشر زمونږ مسجد ته راغی، د بيان په پای کې يې د نغدو څلورو مياشتو او چهلو غوښتنه وکړه، ما هم لاس اوچت کړ او بيا د يو جماعت سره چهلې ته لاړم، خو په اته دېرشمه ورځ ترې بېرته کور ته راغلم، دا هم ډېره په زړه پورې کيسه ده، افکار مې د امام حسن البنا وو او تللی په تبليغ کې وم، يو عجيب کشمکش کې ګير وم، ما بايد لاره انتخاب کړې وای او د تبليغ په لاره کې مې هغه تصور چې ما لرلو نه ترلاسه کېده او بس داسې د قناعت په کشمکش کې په اته دېرشمه ورځ کاله ته راروان شوم.

د طالبانو واکمني وه، زما د پلارجان دنده د حصارشاهي د کډوالو کمپ نه د ناصرباغ کمپ کلينيک ته تبديل شوه، مسافري يې اوږده شوه او پرېکړه مو وکړه چې بېرته بايد کډن ښکته لاړ شو، په وروستۍ شپه ډاکټر حنيف الله صيب مېلمه کړم، مونږ او دوی په لږ څه مسافه کې د بېز اکمالاتي په ساحه کې اوسېدلو، ماښام مانځه پسې يې حجرې ته لاړم، هلته نور مېلمانه هم وو، دوی ډېر مېلمه پاله خلک دي، مونږ ډوډۍ وخوړه او بيا مو د نسيم حجازي پر ناولونو بحثونه وکړل، حنيف الله صاحب تازه د نسيم حجازي ناولونه پيل کړي وو، هغه ډېر نرم مزاج درلود او د حجازي د ناول له هر کرښې سره تللی و، د هرې مينې پر منظر ګرځېدلی و او د هرې جګړې په ماته او ګټه ودرېدلی و، ما ته يې د وروستي مورچل نه د طاهر، صفيې او ثريا کيسې کولې…

تر نيمې شپې سپوږمۍ په منځ ولاړه وه، د دوی د کور مخې ته د روانو اوبو پاکه وياله بهېده هغه لاړه هلته يې په اوبو کې ځان وغورځولو او زه ويده شوم…

حنيف الله صاحب تر فراغت وروسته د وظيفې په لټون کې ښکته خيبر پښتونخوا ته لاړ، ډېره موده هملته و، څو کاله مخکې کابل ته راغی او دلته يې د Family Medicine په برخه کې تخصص وکړ او بيا تر پايه همدلته د يوه تکره متخصص په توګه د خپلو هېوادوالو په خدمت کې پاتې شو.

نن چې هغه په ريښتينو ويده شو، مونږ يې سخت پرېشانه پرېښودو، نن سهار چې لمانځه ته راجيګېدم، په لټ واوښتم مېرمن مې راته وويل چې هغه ستا ملګری وفات شو، په زړه کې مې نرۍ څړيکه شوه، د نيمګړې دنيا دا تتې کيسې مې پر ذهن راخورې شوې، په ډېر مات زړه جيګ شوم اودس او لمونځ مې وکړ او دې خواږه، متدين او هم مسلکه ملګري ته مې دعا وکړه.

اللهم اغفر له وارحمه ولا تعذبه و نور قبره واجعل الجنة مثواه
انا لله و انا اليه راجعون

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون