افغانستان سلايډ (فيچر)

پر تورخم د زرګونو افغانانو هجوم؛ ټول کسان له قانوني پړاونو پرته را واوښتل

د پاکستاني او افغان چارواکو د پریکړې سره سم، نن په مؤقت ډول د تورخم لارې دپرانیستو په دوهمه ورځ زرګونه افغانان چې له تېرو څو اوونیو راهیسې پاکستان کې بند پاتې وو، هېواد ته په ډله‌یېز ډول او له قانوني مراحلو پرته رادننه شول.

د راوښتو کسانو له ډلې ځینې يې وايي، چې لا هم زرګونه نور کسان د پېښور او تورخم ترمنځ ایسار دي، او هېواد ته د راتګ په تمه دي.

په همدې حال کې پرته له ازموینې هېواد ته د زرګونو افغانانو د راتګ هېواد کې د کرونا ویروس د پراختیا وېره لا هم زیاته کړې ده.

د ننګرهار والي، شاه محمود میاخیل له خلکو غوښتنه کوي چې روغتيا تابیاوې دې په پام کې ونیسي:«له خلکو مې غوښتنه دا ده چې ځانته دې هم ستونزه نه جوړي، موږ ته دې هم تکلیف نه جوړوي، صبر دې وکړي چې سکرینینګ یې وشي، هلته ښځو، نارینه، او ناروغانو ته ځانګړي ځایونه جوړ شوي دي، موږ له شته امکاناتو کار اخلو.»

په ورته وخت کې په ټولنیزو شبکو کې د افغان حکومت ځينې پخواني او اوسني فعالان د پاکستان دا اقدام د پریکړې خلاف او د ستونزې جوړولو یو ګام بولي.

ټاکل شوې وه، د تورخم لار د دریو ورځو لپاره پرانیستې پاتې شې، چې سبا یې اخري ورځ ده.

خو پاکستان کې د افغان ناروغانو سره تللي کسان هیله لري چې دا وخت نور هم وغځول شي، ځکه چې هلته لا نور ډېر کسان د راتګ په تمه دي.

همداراز د سپین بولدک لاره هم د دریو ورځو لپاره د ټولو افغانانو پرمخ، چې په قانوني اسنادو یا بې اسنادو اوښتي وو، خلاصه شوې ده او بې له کومو طبي معایناتو خپلو خپلو سېمو ته ستنېږي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون