افغانستان سلايډ (فيچر)

طالبانو په مؤقت ډول له افغان حکومت سره د بندیانو په اړه خبرې ودرولې

طالبانو په مؤقت ډول د خپلو پنځه زرو او زر تنو حکومتي بندیانو د خلاصون پر لارو چارو په کابل کې د تخنیکي ټیمونو ترمنځ د روانو خبرو د درولو پریکړه کړې.

طالبانو ویلي، نور به د دوی تخنیکي ټيم چې په دې وروستیو کې يې کابل ته يې د بندیانو د خلاصون په پروسه کې د تخنیکي مرستو او اسانتیاوو لپاره لیږلی و، له حکومتي لورې سره بې ګټې خبرې نه کوي.

په دې اړه د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر ویلي،دوی کابل ته د بندیانو کمیسون تخنیکي ټیم ځکه لیږلی وو تر څو د توافقنامې د ژمنو سره سم د بندیانو خلاصون پيل شي، خو په وینا یې: متاسفانه د بندیانو خلاصون تر اوسه په یوه او بله پلمه ځنډول کیږي.

شاهین ویلي، د سبا څخه به د دوی تخنیکي ټیم له اړوندو جهتونو سره په نورو بې نتیجه ناستو کې ګډون نه کوي.

د یادونې ده ، چې افغان حکومت تېره ورځ له امریکا سره د طالبانو د شوې توافقنامې څخه د افغان او امریکايي لوري د سرغړونو په اړه د طالبانو له خبرداري وروسته په لومړي رسمي غبرګون کې وویل، چې دوی په لومړي پړاو کې د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون لپاره چمتووالی بشپړ کړی؛ خو دا چاره د ۱۵ مهمو او خطرناکو طالب بندیانو د خلاصون پر سر د طالبانو د بیا بیا ټینګار له امله له خنډ او ځنډ سره مخ شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون