افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

اين‌بي‌سي نیوز: پمپيو کابل ته د سفر پر مهال ارګ ته د ټرمپ تند پیغام رسولی

د امریکا ان بي سي نیوز د دوو امریکایي چارواکو او دپلوماتانو له خولې لیکلي دي‌ چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر کابل ته په خپل وروستي سفر کې ولسمشر اشرف غني او پخواني اجرايي رئیس عبدالله ته د ولسمشر ټرمپ تند پیغام رسولی دی.

سرچینې زیاتوي، چې د ښاغلي پمپيو لخوا د افغان حکومت مشرانو ته  د ولسمشر ټرمپ په پیغام کې راغلي: «خپل مشکلات مو ژر حل کړئ‌ او طالبانو سره معامله وکړئ. کنه ولسمشر ټرمپ به له افغانستان سره یو میلیارد ډالر مرسته هم کموي او هم به له دغه هېواد څخه خپل ټول ځواکونه وباسي.»

ان بي سي نیوز که څه هم تر اوسه د دغو دوو امریکایي چارواکو او دپلوماتانو نومونه دي خپاره کړي؛ خو وايي ښاغلي‌ پمپیو له افغان ولسمشر اشرف غني‌ او پخواني اجراييه رئیس عبدالله سره په کابل کې په وروستیو لیدنو کتنو کې دا پیغام رسولی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه پیغام په اړه د خپاره شوي راپور په دې اړه تر دې دمه څه نه دي ویلي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پمپیو کابل ته له خپل سفر سمدستې وروسته اعلان وکړ،  چې د افغان چارواکو ترمنځ‌ د اختلاف له کبله له افغانستان سره یو میلیارد ډالر کموي.

ځینو امریکایي چارواکو ویلي دي‌ چې دا مرستې به د افغان ځواکونو له بودیجې څخه کمیږي.

امریکايي چارواکي‌ وایي په کابل کې سیاسي اختلافاتو ولسمشر ټرمپ په قهر کړی دی.

د یادونې ده ،چې امریکا دا مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ سرتېري لري او چارواکي وايي که له طالبانو سره د تړون ټول شرایط عملي شي امریکايي سرتېري به له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلی ټرمپ غواړي چې له طالبانو سره د سولې تړون په خپلو راروانو کمپاینونو کې د خپل بري په توګه یاد کړي چې د امریکایانو ډېرې رایې وګټي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون