افغانستان سلايډ (فيچر)

افغان حکومت سل تنه طالب زندانیان خوشي کړل

د افغانستان د ملي امنیت شورا له کابل څخه د طالب بندیانو د خلاصون لپاره د راغلي پلاوي له تګ یوه ورځ وروسته د طالبانو د سلو تنو زندانیانو د خوشي کولو خبر ورکړ.

د ملي امنیت شورا له لوري په خپره شوې خبرپاڼه وايي، چې دا سل تنه زندانیان د روغتیایي وضعیت، عمر او د دوی د مجازاتو پاتې مودې ته په کتو، د سولې د هلو ځلو او د کرونا د مهارولو د هڅې او له دې سوګند وروسته چې بیا به د جګړې ډګر ته نه ستنېږي، خوشي شول.

خبرپاڼه وايي، چې په دې خوشویو بندیانو کې هغه ۱۰۰ زندانيان شامل دي، چې  نومونه یې د طالبانو  په هغه اوږده لیست کې دي چې د طالبانو تخنیکي ټیم د افغان حکومت له تخنیکي ټیم سره،په دې وروستیو کې په کابل کې د خبرو اترو په لړ کې شریک کړی و او بحثونه یې پرې کړې وو.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل پر خپل ټويټر په دې اړه لیکلي، چې د ملي امنیت شورا او لویې څارنوالۍ د مارچ پر ۱۱مه نېټه د ولسمشر د صادر شوي فرمان په اساس، نن د طالبانو سل تنه بندیان د دوی روغتیايي وضعیت، عمر او د ورکول شوي قید مودې په کتو د سولې او کرونا وایروس د مخنیوي لپاره خوشي کړل.

طالبانو تر اوسه د افغان حکومت له لورې د سلو تنو زندانیانو د خوشي کولو په غبرګون کې رسماً څه نه دي ویلي.

خو ځينې رسنیو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین له خولې ویلي، چې د طالبانو د پلاوي له تګ وروسته د سل تنه طالب زندانیانو خلاصون د حکومت له لوري له «ملا متي څخه د ځان خلاصولو» هڅه بولي او په خبره یې، دوی د سل تنو په اړه مالومات نلري او دا لا ورته لا څرګنده نه ده، چې یاد سل تنه څوک دي.

د

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون