افغانستان سلايډ (فيچر)

کندهار کې توغندي د لوبې پر مهال ۱۲ ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

د کندهار چارواکي او ځايي اوسېدونکي وايي، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د توغندۍ لګېدو په پېښه کې ۳ ماشومان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

ځايي خلک دغه توغندی تېر ماښام ۷ بجې د کندهار هوايي ډګر ته نږدې د یادې ولسوالۍ په خوشاب کلي کې د ماشومانو د لوبو پر مهال لګېدلې دی.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارکزي په خبره، چې د وژل شویو او ټپي ماشومانو عمرونه له اتو څخه بیا د ۱۳ کلونو ترمنځ دي.

نوموړی  وايي چې امنیتي ادارې پلټنې کوي تر څو معلومه کړي،چې توغندی د وسله والو طالبانو له لوري او که له کوم بل لوري څخه توغول شوی.

خو د قرباني شویو ماشومانو د کورنۍ غړي ادعا کوي چې توغندی د کندهار هوايي ډګر له لوري توغول شوی.

د پېښي ټول ټپيان میرویس روغتون ته انتقال شوي چې روغتیايي حالت يې د ډاډ وړ بلل کیږي.

په میرویس روغتون کې د دغو ماشومانو خپلوانو او ډاکترانو خبریالانو ته ويلي، چې ماشومان په لوبو بوخت وو چې د هوايي ډګر له لوري توغول شوی توغندی يې د لوبو په میدان کې ولګېد او دا مرګ ژوبله یې رامنځته کړه.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون