افغانستان سلايډ (فيچر)

کرزي له امریکا څخه د سولې د هوکړې د ژمنو د عملي کولو غوښتنه کړې

پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې د شپږ زره بنديانو د خوشې کېدو په تړاو د حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو پر ځنډېدو اندېښنه او خواشيني ښودلې ده.

پخواني ولسمشر د امریکا له متحده ایالتونو غوښتي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د راوستو لپاره خپل تعهدات عملی کړي.

پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي همداراز په یوې اعلامیې کې هيله ښودلې چې په هېواد کې د سرتاسري او تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ په پوره دقت او جدیت خبرې بیا پیل شي.

د کرزي له مطبوعاتي دفتر څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې نوموړي د حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو د خوشې کېدو په مذاکراتو کې د خنډ له رامنځ ته کېدو اندېښنه او خواشیني څرګنده کړې او هیله یې څرګنده کړې چې «په هېواد کې د سرتاسري او تل‌پاتې سولې د ټینګښت لپاره ژر تر ژره د دواړو خواوو ترمنځ په پوره دقت او جدیت خبرې بیا پیل شي.»

د یادونې ده، چې د طالبانو او حکومت د تخنیکي ټیمونو تر منځ په کابل کې د بندیانو د خلاصون پر سر له نږدې له یوې اوونۍ راهیسې ناستې روانې وې، طالبانو حکومت تورن کړ، چې د بندیانو د خلاصون په لاره کې خنډونه اچوي، بهاني لټوي او د ناڅرګندو دلایلو له امله دا پروسه تخریبوي.

په ورته وخت کې افغان حکومت نن د طالبانو سل تنه بندیان په داسې حال کې خوشي کړل، چې طالبانو یې د منلو او نه منلو په اړه تر اوسه هېڅ عکس العمل نه دی ښوولی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون