سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

برني سنډرز د امریکا د را روانو ټاکنو لپاره له مبارزې تېر شو

امریکايي رسنیو نن چارشنبه/اپریل۸مه خبر ورکړ، چې د امریکا پخوانی سناتور او د امریکا د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې کې د دموکرات ګوند د نوماندۍ د ترلاسه کولو لپاره ولاړ برني سنډرز، چې له تیرو څو میاشتو راهیسې په هلوځلو بوخت و، له ټاکنیزې مبارزې لاس په سر شو.

د ښاغلي سندرز ګوښه کیدل د دموکرات ګوند په خپل منځي انتخاباتو کې بل کاندید جو بایدن ته لاره هواروي چې د روان کال د نومبر د دریمې نیټې د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکي دونالد ټرمپ په وړاندې مبارزه وکړي.

د امریکا د دموکرات کاندید ښاغلي سندرز نن په ټولنیزو رسنیو کې په ژوندۍ بڼه خپلو پلویانو او ملاتړو ته په وینا کې وویل، چې «بریا ته د رسیدلو لار تقریباً ناممکنه ده…دې نتیجې ته ورسیدم چې (د جمهوري ریاست انتخاباتو کې) د دموکرات ګوند د نوماندۍ د ترلاسه کولو لپاره زما هڅه ښایي بریالۍ نه وي. پدې خاطر نن د خپلي انتخاباتي مبارزې پای اعلانوم.»

نوموړي په خپله وینا کې پرته له دې چې د دموکرات ګوند له بل کاندید څخه ملاتړ اعلان کړي له امریکایي ولسونو څخه په مننې وویل چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د خپلې مبارزې په ترڅ کې ترلاسه کړې خوږې خاطرې به تل په یاد ولري.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د سنډرز د پریکړې له اوریدو وروسته سمدستي په خپل ټویټر باندې غبرګون وښود او ویې ویل چې دا مبارزه هماغسې چې دموکراتانو غوښتل پای ته ورسیده. هغه د ښاغلي سندرز له پلویانو وغوښتل چې د جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شي.

د نوموړي د سوسیال دموکراته اجندا د دموکرات ګوند د مناظرو اصلي برخه وه.  هغه د دولتي روغتیایي مراقبتونو د سیستم غوښتونکی دی چې ټول ورته لاس رسی ولري.

همداراز هغه غوښتل چې په متحده ایالاتو کې د کار حد اقل مزد په ساعت کې ۱۵ ډالره شي، د کالج تر فراغت پورې زده کړې وړیا وي او بډایه امریکایي زیاته مالیه ورکړي.

د یادونې ده، چې سنډرز ۷۸ کلن و او د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال یې ویناوو د اکثریت امریکايي ځوانانو ملاتړ جلب کړی و.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون