افغانستان سلايډ (فيچر)

د کورونا وایرس له امله افغانستان ته نړېوالې الوتنې بندې شوې

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې د کورونا وایرس له امله ټولو نړیوالو هوايي شرکتونو افغانستان ته خپلې الوتنې بندې کړي.

د دغې ادارې د عامه اړیکو مشر ښاغلی محمد نعیم صالحي په دې اړه وايي چې اوسمهال یوازې افغان هوايي شرکتونه له نورو هېوادونو څخه بند پاتې شوي هېوادوال بېرته هېواد ته ستنولو لپاره الوتنې کوي.

ښاغلی صالحي وايي چې د افغان هوايي شرکتونو الوتنې یو اړخیز دي او له نورو هېوادونو څخه خپل هېوادوال افغانستان ته ستنوي. د نوموړي په وینا تېرو دوو اوونیو کې کام اېر او اریانا هوايي شرکتونه له ۴۵۰۰ څخه ډېر افغان مسافرین هېواد ته ستانه کړي.

ښاغلی صالحي وايي چې دغه لړۍ به دوام ولري او کوېټ، عمان او قزاقستان کې بندي پاتې شوي هېوادوال به هم هېواد ولېږدول شي. خو نوموړی وايي چې د چین په ووهان ښار کې بند پاتې شویو افغان محصلینو په اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

افغانستان غوښتل د چین په ووهان ښار کې بند پاتې شوي ۶۴ محصلین او د هغوی کورنۍ هېواد ته انتقال کړي خو د روغتیايي اندېښنو له امله يي دغه کار ونه کړ او اوس ووهان ښار کې حالت عادي شوی او ۷۶ ورځنۍ ګرځبندیز پای ته رسېدلی.

د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي چې دغو افغان محصلینو په اړه پرېکړه به د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش په مشرۍ د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوی کمېټه کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون