افغانستان سلايډ (فيچر)

امریکا د افغان سیکانو امنیت او اوسنی وضعیت د انديښنې وړ بولي

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د سیکانو د امنیت او اوسني په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او په دغه هېواد کې یې د مذهبي اقلیتونو د امنیت پر خوندیتوب ټینګار کړی دی.

د مرکزي او جنوبي آسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز ویلي چې سیکان د افغانستان د څو کلتوري ټولنې یوه نه بېلېدونکې برخه ده او افغانان باید د مذهبي اقلیتونو د امنیت لپاره سره یو ځای شي.

اغلې ویلز په خپل ټویټر لیکلي: «زه په افغانستان کې د سیکانو د خوندیتوب په اړه ژوره اندیښنه لرم. افغان سیکان له اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د څو کلتوري ټولنو یوه مهمه برخه ده او افغانان باید اوس د مذهبي اقلیتونو د امنیت د تامین لپاره سره راټول شي».

د امریکا د متحده ایالاتو دا ټینګار په داسې حال کې کړی چې شاوخوا دوې اوونۍ مخکې د وري په شپږمه په کابل کې د سیکانو پر درمسال خونړی برید وشو، چې د دغه برید په پایله کې ۲۷ سیکان ووژل شول او ۸ نور ژوبل شول.

د انډین ایکسپریس ورځپاڼې د راپور له مخې له دې خونړي برید وروسته د افغانستان مېشتو سیکانو ټولنې د هند له سفارت څخه په یو لیک کې د پناه غوښتنه کړې او د هندوستان د کورنیو چارو وزارت یې هم د ور پېښو ګواښونو څخه خبر کړی.

بل پلو ملي امنیت څو ورځې وړاندې خبر ورکړ، چې د دغه برید پلانوونکی او د افغانستان لپاره د داعش خراسان ډلې مشر اسلام فاروي یې له ۱۹ نورو مهمو کسانو سره ژوندی نیولی.

د بشري حقونو د څار سازمان د دغه کس اسلم فاروقي د محاکمې غوښتنه وکړه او ګڼو هیوادونو دا برید په کلکه وغانده.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون