افغانستان سلايډ (فيچر)

پر بګرام برید او د حکومت له لورې له دغه زندانه د سلو نورو بندیانو خوشي کول

ملي امنیت شورا د سلو نورو طالب بندیانو د خوشي کولو خبر ورکړی او کورنیو چارو وزارت وايي، نن پجشنبه/وري۲۱مه سهار وختې پر بګرام هوايي اډې څو پر له پسې راکټي بریدونه شوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین پېښه تائید کړې، خو د اوښتیو تلفاتو په اړه یې بې خبري ښوولې.

نوموړي پر خپل ټویټرپاڼه ویلي: «پنځه شارټي مرمۍ چې بګرام هوايي اډې ته څېرمه قلعچه سیمه کې په یوه کرولا ډوله موټر کې ځای په ځای شوې وې، پر دغې سترې هوايي او نظامې اډې توغول شوې دي.»

بل لور ته د ناټو د قاطع ماموریت هم دا خبر تائيد کړی، خو د برید د تلفاتو او څرنګوالي په تړاو یې کوم غبرګون نه دی ښوولی.

همداراز د ملي امنیت شورا په یوې ویناپاڼې کې ویلي، چې نن به هم د پرون په څېر سل تنه طالب زندانیان د ولسمشر د فرمان له مخې له بګرام زندانه خوشي کړل شي.

د ملي امنیت شورا نن پنجشنبه/ د وري۲۱مه د ۱۰۰ نورو طالب بندیانو له خوشې کولو خبر ورکوي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل وايي:«د جمهور رييس غني د لومړۍ ګڼي فرمان سره سم به نن ۱۰۰ تنه نور طالب بنديان د بګرام له زندانه د هغوی سن، روغتیایي وضعیت او د بند مودې ته په پام سره ازاد شي.»

طالبانو د خپلو خوشي شویو او خوشي کېدونکو په اړه تر دې مهاله رسمي غبرګون نه دی ښوولی؛ خو ځينې رسنیو په غیر رسمي ډول ویلي د طالبانو د ویندوی له خولې ویلي، دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تائیدوي چې له امریکا سره د دوی خپلمنځي هوکړې له شرایطو سره برابر نه وي او زیاتوي، چې د افغان حکومت له بنده ازاد شوي سل تنه بندیان له ټاکل شوې پروسې سره سم نه دي خوشي شوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون