لوبې

«استرالیايي لوبغاړي د ای پي اېل قرارداد ژغورلو لپاره د هند په وړاندې له زړه لوبه نه کوي»

استرالیا لپاره نړیوال جام ګټونکې او د دغې لوبډلې پخوانی پیاوړی لوبډلمشر مایکل کلارک خپلې وروستۍ مرکې کې ویلي چې استرالیايي لوبغاړي د انډین پرېمیر لیګ قرارداد ژغورلو لپاره د هندوستان په وړاندې له زړه لوبه نه کوي.

له دې وړاندې هم ځینو لوبغاړو د انډین پرېمیر لیګ او د هندوستان کرېکټ بورډ په اړه اندېښنه ښودلې وه، خو اوس مایکل کلارک هم د دغو ادارو په وړاندې څرګندونې وکړې.

د یادونې وړ ده چې استرالیايي لوبغاړي د لوبې پر مهال سلېجنګ او ناوړه چلند له امله ډېر زیات مشهور دي، خو په دې وروستیو کې د نورو لوبډلو په پرتله د هندوستان په وړاندې ډېر نرمښت ښيي.

مایکل کلار سپورټس برېکفاسټ رادیو ته خپلې مرکې کې ویلي چې له یوې مودې څخه د استرالیا په ګډون د نړۍ اکثره لوبډلې له هندوستان څخه وېرېږي.

نوموړی همداراز وویل چې اکثره لوبغاړي د وېراټ کولي په ګډون د هندوستان د نورو لوبغاړو ناوړه الفاظ او غوسه زغمي ځکه چې پوهېږي چې اپرېل کې هندوستان ته د انډین پرېمیر لیګ سیالیو لپاره ځي.

نوموړي زیاته کړه: «وېراټ کولي انډین پرېمیر لیګ کې لوبډلمشر دی، روهېت شرما هم لوبډلمشر دی. دغه لوبډلمشران لوبډلې ته د لوبغاړو په انتخاب او د هغوی لوبولو پرېکړې کې مهم رول لري. له همدې امله اکثره لوبغاړي د هندوستان په وړاندې له زړه لوبه نه کوي او د هغوی هر ډول چلند زغمي، ځکه چې دوی غواړي دغو لوبډلمشرانو له لوري خپلو لوبډلو ته واخیستل شي تر څو یوازې ۶ اوونیو کې په لکونه ډالر وګټي.»

مایکل کلارک وايي چې له همدې امله استرالیايي لوبغاړي د هندوستان په وړاندې خپل ځانګړي وړتیاوې نندارې ته نه وړاندې کوي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون