روغتيا او ژوند

روس او یو شمېر نورو هېوادونو د کورونا ضد درمل ازموینه پیل کړه

روسیه پرېکړه کړې چې د کورونا وایرس له امله پېښېدونکې ناروغي، کووېډ-۱۹، درملنې لپاره عادي انفلونزا لپاره کارېدونکی درمل فیویپیراویر «Favipiravir» ازموینه پیل کړي.

د روسي رسنیو راپورونو پر بنسټ، راتلونکې اوونۍ به روسيي ته دغه درمل ورسېږي او له هغې وروسته به په ناروغانو د دغه درمل ازموینه پیل شي.

دا هغه درمل دی چې چین ویلي ول چې د خوندیتوب ترڅنګ د کووېډ-۱۹ ناروغانو درملنې لپاره ډېر زیات اغېزمن ثابت شوی و.

دغه درمل د چین سربېره د منځنۍ ختیځ ځینو هېوادونو او جاپان کې هم په ناروغانو ازمویل کېږي. دغه درمل په جاپان کې په وړیا ډول د کووېډ-۱۹ ناروغانو ته ورکول کېږي.

دغه درمل فیوجي فلم ټواما کیمیاوي کمپنۍ جوړه کړې وه چې د انفلونزا سربېره د ار اېن اې مختلفو وایرسونو په وړاندې اغېزمن ثابت شوی و او په ۲۰۱۴ کې يي جاپان کې د خرڅلاو جواز ترلاسه کړه.
چین د دې درمل ازموینه له فبروري څخه پیل کړې وه او مارچ ۱۵ کې يي د کلینیکي ازموینې اجازه ورکړه او چینايي چارواکي وايي چې په ناروغانو يي د پام وړ مثبت اغېز درلود.

فبروري کې د چین په شېنزن ښار کې د یوې څېړې پر مهال دغه درمل په کووېډ-۱۹ اخته ۳۲۰ تنه ناروغانو ته ورکړل شو، چې پایله کې يي دغه درمل په اوسط ډول څلورو ورځو کې دغه وایرس له منځه یوړ، په داسې حال کې چې نور درمل دغه وایرس په اوسط ډول ۱۱ ورځو کې له منځه وړي.

د دغه درمل ٪۹۱ سلنه کاروونکو په سږو کې غوره‌والی هم راغی په داسې حال کې چې د نورو درملو کاروونکو کې دغه فیصدي ۶۳ سلنه ده. څېړونکي وايي چې دغه شمېرې څخه ثابتېږي چې دغه درمل په چټکۍ سره دغه وایرس له منځه وړلی شي او تر اوسه ډېر لږ ناوړه اغېز يي موندل شوی دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون