سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

د بنګله دیش د پخواني ولسمشر قاتل ۲۵کاله وروسته اعدام شو

راپورونه وايي، د بنګله دېش هېواد د بنسټګر او د دغه هېواد د پخواني ولسمشر شېخ مجیب الرحمان قاتل، چې له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې فرار او نادرکه و، نن یکشنبه/اپریل۱۲مه د دغه هېواد په پلازمېنه ډاکه کې اعدام شوی دی.

پخوانی ولسمشر شېخ مجیب الرحمان د بنګله دېش د اوسنۍ لومړۍ وزیرې شېخ حسینه پلار و. دی د بنګله دېش تر خپلواکۍ اخیستلو څلور کله وروسته په ۱۹۷۵ کې د یوې پوځي کودتا پر مهال د کورنۍ له ډېرو نورو غړو سره ووژل شو.

ګمان دا دی چې عبدالماجد له دغه پوځي بغاوت وروسته تر هغو په خپل هېواد کې اوسېده؛څو چې په ۱۹۹۶ کې شېخ حسينه د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه او بیا  هند ته وتښتېد.

د شېخ حسینه حکومت هغه قانون فسخه کړ چې پر بنسټ يې د دې د پلار قاتلان نه محاکمه کېدل. په ۱۹۹۸ کې د عبدالماجد په ګډون شاوخوا لسو نورو پوځي افسرانو ته هم د مرګ سزا واورول شوه.

د بنګله دېش سترې محکمې په ۲۰۰۹ کې پر دې سزا بیا له سره غور او کتنه وکړه چې په ترڅ کې يې د شیخ مجیب الرحمان پنځو قاتلانو ته د مرګ سزا ورکړل شوه او عبدالماجد چې څنګه تېره میاشت بېرته خپل هېواد ته ستون شو نو ونیول شو او اوس اعدام شو.

د یادونې ده ، د عبدالماجد په نوم  پخوانی پوځي افسر له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې تښتېدلی او ورک و او د دغه هېواد اوسني ولسمشر یې روانه اوونۍ د بښنې غوښتنه رد کړه او بالاخره نن اعدام کړل شو.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون