افغانستان اقتصاد او سوداگري سلايډ (فيچر)

کابل کې د ماسکونو او محافظتي کالیو د تولید لومړنۍ فابریکې کار پیل کړ

نن د سه شنبې/وري۲۶مه په پلازمېنه کابل کې د کورونا مخنیوي لپاره د ماسکونو او محافظتي کالیو د تولید لومړنۍ فابریکې د روغتیا وزارت په ملاتړ او د خصوصي سکتور لخوا په کار پېل وکړ.

د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز نن د دغې فابریکې د پرانیستې پر مهال وینا وکړه او د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره یې د دې فابریکې جوړیدل او پرانستل یو اړین ګام وباله.

نوموړي وویل، دا په کابل کې د ماسکونو او محافظتي کالیو د تولید لومړۍ فابریکه ده چې هره ورځ به لس زره محافظتي کیټونه او ماسکونه تولیدوي.

د عامې روغتیا د وزیر په وینا، دا فابریکه د سپیډ هلوګرام شرکت په مرسته رامنځته شوې او د هر محافظتي کيټ قراردادي بیه یې ۵ ډالره ده په داسې حال کې چې په نړیوال بازار کې د ورته کیفیت محافظتي کیټونو بیه ۶۰ ډالره ده.

ښاغلي فیروز د دې فابریکې د اهمیت په اړه وویل، د نړۍ په بازارونو کې د محافظتي کیټونو او ماسکونو ډيریدونکي نرخ په پام کې نیولو سره ددې فابریکې رامنځته کول به افغانستان سره د محافظتي کڅوړو په چمتو کولو کې خورا مرسته وکړي.

د عامې روغتیا وزیر وایي، افغانستان اوسمهال له یو ملیون څخه ډيرو محافظتي کیټونو ته اړتیا لري، چې ددې فابریکې په تولیداتو سره به ټول هېواد کې شاوخوا ۵۰ ملیونه ډالر وسپموي.

د روغتیا وزیر د معلوماتو له مخې، په کورونا اخته هېوادونو کې شاوخوا ۱۰ سلنه روغتیایي کارکوونکي په (کوویډ-۱۹) اخته دي، نو د طبي کارمندانو د ساتنې لپاره باید جدي ګامونه واخیستل شي.

له دې وړاندې پر روغتیا وزارت نیوکه وه چې د کورونا تداوي کوونکو ډاکټرانو او کارمندانو لپاره اړین وسایل، لکه ماسکونه، دستکشې، حفاظتي کیټونه او داسې نور توکي نه لري.

د راپورونو له مخې تر دې مهاله په هېواد کې پر کورونا ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۷۱۴ تنو ته رسیږي چې له مخې یې ۲۳ کسان مړه شوي او ۴۰ بیرته روغ شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون