پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

ایران د کرونا د مخنیوي لپاره د پاکستانیانو او افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی

د ایراني رسنیو د راپورونو سره سم، د کورونا د کنټرول ملي کمېټې د پریکړې له مخې دغه هېواد ته د افغان او پاکستاني وګړو په ننوتو بندیز ولګېد، همداراز په دغه هېواد کې د روژې تر دوهمې لسیزې پر هر ډول مذهبي ناستو او مراسمو باندې هم بندیز اعلان شوی.

د ایران د کورونا پر ضد د مبارزې او کنټرول ملي کمېټې د منشي حسین قاسمي وایي، له دې وروسته د پاکستان او افغانستان اوسېدونکي ایران ته د ننوتلو اجازه نه لري ځکه دده په خبره، د دغو دواړو هیوادونو خلک هم د کورونا په وایرسو ککړ دي او هم نورې ستونزې جوړولای شي.

نوموړي دا نه دي ویلي، چې دده له قوله پاکستاني او افغاني وګړي څه ستونزې جوړولای شي، خو وايي، له دې دواړو هیوادونو سره یې په پوله کلک بندیز لګولی دی.

همداراز نن یکشنبې/اپريل۱۹مه د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، چې د کرونا سره د مبارزې د ملي کميټې د پریکړې په اساس به مذهبي مراسم، جوماتونه او امام بارګاوې د روژې تر دوهمې لسیزې پورې تړلې پاتې وي.

ایران یو له هغو هیوادونو دی، چې کورونا سخت ځپلی او په دې وروستیو کې دوه سوه زره زیات افغان کډوال ترې هیواد ته اخراج شوي دي.

همداراز افغانستان او پاکستان ته هم د کرونا ډېری پيښې له ایران څخه د تللو کسانو په مټ انتقال شوې.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون