سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ

کاناډا: وسله وال برید کې ۱۳ کسان وژل شوي

د راپورونو له مخې کاناډا کې د یو وسله وال برید له امله ۱۳ کسه وژل شوي دي، دا په کاناډا کې له تېرو دېرشو کلونو راهیسې لومړنی خونړی برید دی، چې په کې زیاته مرګ ژوبله اوړي.

د پولیسو په وینا په تیرو دیرشو کلونو کې د وسله وال برید په ترڅ کې تر اوسه پورې دومره زیات خلک نه وو وژل شوي.

د کاناډا د پولیسو په وینا دغه برید د کاناډا په نوا اسکوشیا سیمه کې د یو وسله وال کس لخوا ترسره شوی.

پولیسو زیاته کړې چې وسله وال کس د پولیسو جامه په تن کړې وه او د پټرولو پمپ سره نږدې یې پر خلکو ډزې کړي او ۱۳ کسان یې ځای پر ځای وژلي.

د رسنیو په وینا بریدګر هم د پولیسو لخوا په ځوابي ډزو کې وژل شوی؛ خو تر دې دمه ځایې پولیسو د بریدګر په اړه معلومات نه دي ورکړي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون