سلايډ (فيچر) سيمه، عرب او نړۍ لوبې

د ازادې مبارزې مشهور لوبغاړی مسلمان شو

د استریا د ازادې مبارزې لوبغاړی وېلهم اوټ په انسټاګرام کې یوې لنډې وېډیو خپرولو سره په اسلام مشرف کېدل اعلان کړ. نوموړی وویل چې د کورونا وایرس ناورین د دې لامل شو چې د حقیقت په لټه شي او اسلام ومني.

د ازادې مبارزې دغه ۳۷ کلن لوبغاړی وېلهم اوټ په انسټاګرام کې خپره شوې وېډیو له لارې د شهادت کلمې ویلو سره مسلمان شو.

نوموړی وايي چې کورونا وایرس ورته دغه فرصت پیدا ورکړ چې ایمان ولټوي، او وايي چې اوس مې ایمان دومره پیاوړی شوی چې زه په یو خدای باور لرم او د شهادت کلمې ویلو سره په افتخار سره وایم چې مسلمان یم.

ښاغلی اوټ وايي چې له کلونو راهیسې اسلام څیړي او دغه برخه کې يي د خپلو مینه‌والو له مرستې او ملاتړ څخه مننه وکړه. نوموړی د ترکيي د ازادې مبارزې لوبغاړی براق کزلرمک څخه هم ورته جای نماز او قرانکریم ډالۍ کولو له امله ځانګړې مننه وکړه.

ښاغلی اوټ چې اوس ځان لپاره خالد نوم انتخاب کړی همداراز وویل چې سږکال به د لومړۍ ځل لپاره روژه ونیسي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون