پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

عمران خان او ټرمپ د افغان سولې پر روان بهیر خبرې کړي

د پاکستان لومړي وزیر او ټرمپ د افغان سولې پروان بهیر خبري کړي دي. د پاکستاني رسنیو په وینا دغه مکالمه د تلفون له لارې شوې ده.

دواړو رهبرانو د افغان سولې په تړاو او په سیمه کې د روان اقتصادي او امنیتي حالت د ښه کیدو په اړه له یو بل سره د همکارۍ ژمنې کړي.

ټرمپ په دې تلفوني اړیکه کې له لومړي وزیر عمران خان غوښتي چې د افغان سولې په راوستو کې د پاکستان خپلو هڅو ته دوام ورکړي، په افغانستان کې د سولې په د مثبتو مذاکراتو په پار د افغانستان په روانه جګړه کې تاوتریخوالي کمي هڅه وکړي.

د رسنیو په وینا عمران خان د تېر په څېر ولسمشر ټرمپ ته ژمنه کړې چې د افغان سولې په راوستو کې به د تل په څېر مثبت رول ادا کوي.

 

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون