افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

ملټري ټایمز: اویا سلنه نظامي امریکایان په افغانستان کې د جګړې مخالفت کوي

اویا سلنه امریکایې نظامیان او ددوي کورنۍ غواړي چې په افغانستان کې روانه جګړه پای ته ورسیږي او ټول امریکایې نظامیان  له افغانستان څخه په بشپړ ډول ووځي.

د یوې تازه نظر په پوښتنې په پایله کې د نظر پوښتنې اویا سلنه امریکایې پوځيان په دې اند دي چې امریکا نور افغانستان پریږدي او خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي.

د امریکا په تاریخ کې د امریکا تر ټولو اوږده جګړه په افغانستان کې روانه ده چې تر اوسه د جګړې د پاې ته رسیدو لپاره کوم خاص میکانیزم نه دی رامنځ ته شوی.

د ملټري ټایمز په وینا په امریکا کې د یو باوري بنسټ له لورې دغه نظر پوښتنه تر سره شوی چې د نظر پوښتنې پاې کې ډیر کم شمیر امریکایان په افغانستان کې د روانې جګړې د دوام سره موافق دي او اویا سلنه د جګړې مخالفت کوي.

ډيری امریکایې پوځيانو په افغانستان کې روانه جګړه بې موخې ښودلې او له حکومت یې غوښتې تر څو روانې جګړې ته د پای ټکی کیږدي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون