سلايډ (فيچر) نظر

د غوايي اوومې کودتا د ۴۲کلن کړکېچ سوغات! -ذاکر جلالي

ذاکر جلالي
نن د غوايي اوومه ده. دوه څلوېښت کاله مخکې د ۱۳۵۷ پر همدې ورځ ځینو ټیټ پوړو خلقي منصب دارانو د شهید داوود خان د حکومت پر خلاف خونړۍ کودتا وکړه. په نژدې تاریخ کې د نړۍ په ډېر هېوادونو کې د پوځ کوچنیو کړیو کودتاوې کړې دي؛ خو په دغه کچه خونړۍ کودتا لږه لیدل شوې، هغه هم داسې چې د ولسمشر ټوله کورنۍ د ده، ښځو او کوچنیانو په ګډون د کودتاچیانو له خوا له تېغه تېر شول. که څه هم ارواښاد داوود خان یو له ټولمنلو او وطنپالو افغان مشرانو څخه ګڼل کېږي؛ خو د دې کودتا ځړي له بده مرغه د ده د هغه خام سیاسي اقدام پرمهال وکرل شول چې ده د ۱۳۵۲ د چنګاښ پر ۲۶مه د مرحوم محمد ظاهر شاه د هغې پادشاهۍ پرخلاف د پرچمیانو په مرسته کودتا وکړه چې نظام په ډېر حکمت او تدبیر د ولسي کېدو پر لور روان و. اساسي قانون کې لومړی وزیر تعریف شوی و، انتخابي پارلمان و او په ټوله کې یو ښه پارلماني شاهي نظام و. که د هغه نظام اصلاحاتو دوام موندلی وای او وروستي ناورینونه نه وای راغلي، نن به موږ هم برېتانیې ته ورته یو سمبولیک شاه او تر څنګ یې یو انتخابي پارلمان او لومړی وزیر درلودل. دا به زموږ په خپل نوښت زموږ له دیني او ملي ارزښتونو سره سم نظام و.

خو له بده مرغه هغه لړۍ د شهید داوود خان له خوا د سپينې کودتا له لارې ودرول شوه او د افغانستان په تاریخ کې لومړنۍ کودتا د ده له نامه سره غوټه شوه. د غوايي اوومې کې چې ارواښاد داوود خان هم قرباني شو، دا بیا د هماغو کودتاچیانو کار و چې داوود خان یې واک ته رسولی و. د چنګاښ د ۲۶مې کودتا که څه هم په خپل ذات کې غلط کار و؛ خو د داوود خان شخصیت، د هغه وطنپالنه او پنځه کلن خدمتونه هغه څه و چې د کودتا بدوالی يې د خلکو په سترګو کې یو څه تت کړ. خو د غوايي اوومې له کودتا سره د وژنو، ورانیو او دربدریو لړۍ پیل شوه چې دا دی نن یې د ۴۲م کال په درشل کې یو. پرون خلقیانو افغانان له «امپریالیزم» او امریکا سره په همکارۍ وژل او تړل؛ خو نن بیا هماغه بدنامې څېرې امریکايي ډول ته تر بل هر چا وړاندې څڼې غورځوي او نن د «ترهګرۍ» پر ضد د یوې بلې مبهمې او پردۍ جګړې په پلمه د افغانانو وژنې ته لارې جوړوي. له بده مرغه امریکايي ډول ته د خلقیانو اتڼ پرونیو جهادیانو هم ښه رنګین کړی او د یوه بدغوني پاراډوکس ښکار دي.

په دې هیله چې د غوايي له اوومې د راپیل شوې بدمرغۍ لړۍ د سولې په رامنځ ته شوي فرصت کې پای ته ورسېږي او افغانان له اوږده ناورین وروسته د ارام ساه واخلي او د نړۍ د نورو پرمختللو ملتونو په څېر خپلواک سوله‌ییز ژوند ولري.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون