افغانستان سلايډ (فيچر) نړيوالې

ټرمپ خپلو سلاکارانو ته له افغانستانه د ټولو ځواکونو د ایستلو امر کړی

د امریکا این بي‌سي نیوز تلویزیون خبر ورکړی، چې امریکايي ولسمشر ټرمپ خپلو سلاکارانو ته امر کړی، ترڅو د کرونا ناروغۍ له امله له افغانستانه خپل ټول ځواکونه ژر تر ژره را وباسي.

این بي سي نیوز د امریکا د حکومت د دوو لوړپوړو چارواکو له خولې ویلي، چې ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې د کرونا وایروس د خپرېدو له امله خپلو ځواکونو ته انديښمن شوی او په پر له پسې ډول یې د را ایستلو خبره کوي.

دغو چارواکو سرچینې ته ویلي، چې ولسمشر ټرمپ دا پریکړه یوازې د کرونا له امله نه ده کړې، پلکې د سولې د هوکړې د عملي کولو او تطبیق په چارو کې د را منځته شویو خنډ او ځنډ له امله هم بې صبره شوی دی.

د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي په دې اړه ویلي، چې ښاغلي ټرمپ ته د دغې غوښتنې په ځواب کې ویل شوي، چې که له افغانستانه د کرونا وایروس له امله خپل ټول ځواکونه را ویستل غواړي، نو باید له ايټالیې څخه چې هلته هم د کرونا وایروس په خورا چټک ډول خپریږي، خپل ځواکونه وایستل شي.

امریکايي چارواکي وايي، د ټولو ځواکونو د ایستلو پریکړه له څو اړخونو د منلو وړ ښکاري او ښايي ډېر ژر دا کار ترسره شي.

د یادونې ده، چې تر اوسه افغانستان کې د غوڅ ملاتړ څلور سرتېري په کرونا وایروس اخته شوي دي او تېره ورځ هم له افغانستانه د ۱۵۰ بهرینو سرتېرو د وتلو خبر ورکول شو.

امریکا او طالبانو دوې میاشتې وړاندې په دوحه کې د سولې هوکړه وکړه، چې له مخې به یې په څوارلسو میاشتو کې ټول بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وځي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون