لوبې

پر عمر اکمل د فساد له امله درې کاله بندیز ولګول شو

د پاکستان کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د ملي لوبډلې توپ وهونکی، عمر اکمل، باندې يي د فساد قانون څخه سرغړونې له امله درې کلن بندیز لګولی او نوموړی دغې مودې کې هېڅ ډول کرېکټ کې د ګډون اجازه نه لري.

نوموړی د پاکستان سوپر لیګ پنځم پړاو پیلېدو څخه وړاندې له لوبې منع او پرې د فساد ضد قانون څخه دوه ځلي د سرغړونې تور لګول شوی و.

په عمر اکمل تور و چې نوموړي سره یو شمېر کسانو د مېچ فکسنګ لپاره اړیکه نیولې وه، خو نوموړی د فساد ضد قانون پر بنسټ په دې اړه د پاکستان کرېکټ بورډ ادارې ته خبر او معلومات نه و ورکړی.

له همدې امله په نوموړي تېره ورځ د پاکستان کرېکټ بورډ ځانګړې کمیټې له لوري درې کلن بندیز ولګول شو. دغو درېیو کلونو کې عمر اکمل کرېکټ اړوند هېڅ ډول فعالیتونو کې برخه نشي اخیستلی.

د یادونې ده چې د عمر اکمل مشر ورو کامران اکمل د کرېکټ بورډ دغې پرېکړې په غبرګون کې وویل چې که چېرې د عمر اکمل په وړاندې کافي شواهد موجود وي نو په نوموړي باید د ټول عمر بندیز ولګول شي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون