خبر روغتيا او ژوند سيمه، عرب او نړۍ

وتلې امریکایۍ ډاکټرې د کورونا له امله ځان وژنه کړې

لورنا برین نومې وتلې امریکایۍ ډاکټره چې د امریکا په نیویارک کې د کورونا وایرس پر ضد د مبارزې لومړۍ کرښې کې فعالیت درلود ځان وژنه کړې.

نوموړې د نیویارک په منهاټن روغتون کې دنده ترسره کوله او د پولیسو په وینا د یکشنبې په ورځ يي ساه ورکړې ده.

د نوموړې کورنۍ وايي چې هغې هېڅ ډول رواني ناروغي نه لرله. د دغې ډاکټرې پلار نیویارک ټایمز ته خپلې مرکې کې ویلي چې هغې د خپلې دندې ترسره کولو هڅه کوله چې همدا د نوموړې د مړینې لامل شوه.

د لورنا د پلار په وینا نوموړې په کورونا اخته شوې وه، خو یوه اوونۍ وروسته کله چې يي غوښتل بېرته خپلې دندې ته ستنه شي د روغتون له لوري بېرته کور ته استول شوې وه.

د لورنا پلار وايي چې لور يي ویلي وو چې امبولانس نه تر کوزېدو وروسته يي هغه ناروغان لیدل چې د کورونا وایرس له امله سا ورکوله.

د لورنا پلار همداراز زیاتوي چې لور يي رښتیا په لومړۍ کرښې کې فعالیت درلود.

لورنا یوه عقیدتي مسیحۍ وه چې له خپلې کورنۍ سره يي نژدې اړیکې لرلې او د خپلې سیمې پولیسو له لوري «اتله» بلل شوې ده.

د یادونې ده چې امریکا کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي. امریکا کې تر دې دمه ۱٫۰۶ مېلیونه تنه په کورونا وایرس اخته او له ۶۱ زره څخه ډېر کسان مړه شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون