سلايډ (فيچر) سوله

د افغان سولې وروستي انکشافات او راتلونکی پس منظر

د ستراتیژيکو او سیمه‌ییزو مطالعاتو د مرکز شننه 

د ۲۰۲۰ ز کال د فبرورۍ په ۲۹ نېټه د امریکا او طالبانو ترمینځ د هوکړې پر اساس د بین الافغاني خبرو اترو پیل د افغان سولې پر لور اړین ګام دی. خو د افغانانو ترمینځ د خبرو د پیل لپاره، امریکايي لوري طالبانو ته وعده ورکړې وه چې دوی به د افغان حکومت په زندانونو کې پراته د طالبان 5زره تنه زندانیان آزادوي. طالبانو ته د بندیانو آزادېدل د بین الافغاني خبرو اترو د پیل لپاره اړین شرط دی. په دې توګه، افغان حکومت ته، چې اصلاً یې په خبرو اترو کې ګډون نه درلود، د بندیانو د آزادۍ مکلفیت راجع دی. د دې تعهد په غبرګون کې ولسمشر محمد اشرف غني د زندانیانو د خلاصون موضوع رد کړه او دا یې د افغان حکومت صلاحیت وګاڼه. د دې ترڅنګ، د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله تر مینځ ناندرۍ راپورته شوې چې له امله یې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د یوه ټول شموله پلاوي د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شوه.

د بندیانو د آزادۍ د مسئلې او د سیاسي کړکېچن حالت تر څنګ، د کرونا نړېوالې وبا هم  وضعیت نور ستونزمن کړ. امریکا د کرونا وایرس د خپرېدو له کبله پر خپل ځان اخته شوه او د سولې په اړه یې مخکېنی چټک حرکت پڅ او سست شو. د کرونا وایرس له کبله پر افغان حکومت هم، د بندیانو د خلاصون، د ټول شموله حکومت د جوړولو او د افغاني پلاوي د ټاکلو په اړه نړیوال فشارونه کم شول. په دې توګه افغان حکومت د سولې په اړه د استراحت چانس لاس ته راوړ.

په لنډه توګه ویلای شو چې د امریکا او طالبانو ترمینځ د تړون په چوکاټ کې د بین الافغاني خبرو اترو د پیل او افغانستان ته د سولې د راوستو پر وړاندې درې لوی خنډونه پراته دي؛ د بندیانو د خلاصون مسئله او او ورسره د جګړې او تاوتریخوالي زیاتېدل، د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر ناندرۍ او د یوه منسجم او ټول شموله مذاکراتي ټیم نه رامنځ ته کېدل، او بالآخره د کرونا د نړیوالې وباء له کبله ټول مهم سیاسي تحرکات او پلانونه دوهمې درجې ته رالوېدل. دا درې واړه خنډونه یوه بل سره تړلي دي چې لاندې به په تفصیل سره پرې بحث وکړو.

د بندیانو د آزادی مسئله او د تاوتریخوالي زیاتېدل

کله چې  افغان حکومت د بندیانو د خلاصون پر وړاندې خنډونه را ولاړ کړل، نو طالبانو بېرته خپل نظامي عملیات پراخ او ګړندي کړل. په دې توګه د اورکم لنډه مرحله پای ته ورسېده او د تاوتریخوالي کچه لوړه شوه. طالبانو د هېواد په مختلفو ولایاتو کې پر حکومتي نظامي مرکزونو بریدونه ډېرکړل چی په پایله کې په لس ګونو سرتیري او عام وګړي ووژل شول. بهرنیو ځواکونو هم د افغان حکومت څخه د ملاتړ په پار متقابلې حملې وکړې او پایله کې دواړو لورو یو بل د لاسلیک شوي تړون پر نقض متهم کړل. طالبان د خپل موقف څخه د دفاع لپاره د امریکايي لوري لخوا د ۵ زره تنو طالب زندانیانو د وعدې پر نه عملي کېدو استدلال کوي او دا هم زیاتوي چې د شوې هوکړه لیک له مخې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي د کموالي تعهد نه دی شوی.[1]

بلخوا امریکايان مجبور شول د بېلانس ساتلو په خاطر، د طالبانو سره د سولې د هوکړه لیک سره سم، د محمد اشرف غني د تحلیف په مراسمو کې هم ګډون وکړي. د دې ګډون په پایله کې د عبدالله عبدالله په مقابل کې د محمد اشرف غني تله درنه شوه، خو تر څنګ یې په همدې مراسمو کې د ۱۵ سوه طالب بندیانو مشروطه آزادي ومنله او د نورو بندیانو خلاصون یې د بین الافغاني مذاکراتو پیل پورې مشروط کړ. طالبانو د بندیانو پر آزادۍ هر ډول شرط اېښودل د هوکړه لیک سره په ټکر کې وګڼل او دا وړاندیز یې رد کړ. بلآخره د نړیوالو فشارونو له کبله دواړه لوریو یو شمېر زندانیان آزاد کړل، خو د پاتې کسانو د آزادۍ پروسه ډېره ستونزمنه ښکاري.

دا هم ویل کېدای شي چې د بندیانو د آزادی لپاره هېڅ واضح او روښانه دریځ او تګلورۍ نه دی معلوم. د دې کار لوی دلیل دا دی چې د طالبانو او امریکا ترمینځ شوی تړون د بندیانو د خلاصولو مکلفیت یوه درېیم لوري ته ( افغان حکومت ته)، چې د تړون طرف نه دی، پر غاړه ور اچوي او دا د ستونزې بنیاد تشکیلوي. د بندیانو د خلاصون موضوع که همداسې ستونزمنه پاتې شي نو د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبره لاپسې ځنډیږي او تر هغو به جګړه نور هم زور واخلی.

د بندیانو په خلاصون کې د ځنډ او د تاوتریخوالي د زیاتېدو له کبله د امریکا او طالبانو ترمینځ د شوي تړون د کامل نقض او له مینځه تلو وېره شته. خو تر څنګ یې دواړه لوري کوښښ کوي چې د لازم احتیاط په نظر کې نیولو سره د تړون د ناکامېدو مخه ونیسي. کله چې ملا برادر اخند په خپل پیغام کې امریکا د تعهد پر ماتولو او پر ملکي وګړو د هوايي بريدونو پر زیاتولو متهمه کړه[2] نو امریکايي نظامي او ملکي پلاوي، د تړون د نجات په خاطر، یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو د پلاوي سره وکتل. په دې کتنه کې یو ځل بیا د تړون د کامل تطبیق، د بندیانو پر خلاصولو او د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار وشو.[3]

د ولسمشریزو ټاکنو په سر ناندرۍ او ټول شموله مذاکراتي ټیم

بله جنجالي مسئله د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو پر سر د ناندریو له کبله د یوه قوي ا و ټول شموله مذاکراتي ټیم د نه جوړېدو موضوع ده. طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د مذاکراتي ډلې د ترکیب او څرنګوالي پر سر اختلاف یو اوږد پس منظر لري. افغان حکومت نه غواړي داسې یوه ډله طالبانو سره پر مېز کېښني چې د حکومت له کنټرول څخه بهر وي. په دې اړه حکومت د نورو سیاسیونو هر ډول هڅه غیر مشروع ګڼلې او دوی یې د افغان حکومت د موقف پر کمزورې کولو متهم کړي دي. د حکومت او له حکومت څخه بهر سیاسیونو ترمینځ د مذاکراتي ډلې پر تشکیل او صلاحیتونو د اختلاف موضوع د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان څخه وروسته نوره هم پېچلي او ستونزمنه شوه. چې بلآخره امریکا په افغانستان کې د ولسمشرۍ چوکۍ پر سر د اختلاف د ختمولو او د یوه ټول شموله حکومت د رامینځ ته کولو په خاطر د فشار په توګه خپل یو میلیارد ډالر وعده شوې مرسته وځنډوله. د دې تر څنګ امریکا او اروپايي ټولنې افغان لورۍ پر دې هم متهم کړ چې د سولې پر وړاندې جدي نه دی نو ځکه یې خپل مذاکراتي ټیم نه دی ټاکلی.[4]

د بهرنیو فشارونو له کبله افغان حکومت ‌د مذاکراتي ټیم نومونه اعلان کړل. نړیوالو که څه هم دا نیک اقدام وګاڼه خو په کور د ننه د ټیم د غړو په اړه سیاسیون او د ټولنې نور وګړي معترض پاتې شول. دلیل دا وو چې په مذاکراتي ټیم کې طالبانو سره د خبرو اترو لپاره جوګه نومونه ډېر کم او کابو ټول غړي د شخصي روابطو پر اساس ټاکل شوي او د حکومت د کامل کنترول لاندې خلک دی.[5] طالبانو هم د یاد لست مخالفت وکړ، د دې لست د غړو سره یې د مذاکراتو خبره رد کړه او د یوه ټول شموله مذاکراتي ټیم سره پر خبرو کولو یې یو ځل بیا ټینګار وکړ.[6]

په لنډه توګه ویل کېدای شي چې افغان حکومت لاهم د شته وضعیت دوام ته د سولې په نسبت ترجیح ورکوي. د سولې په اړه د حکومت دا منفعت پرستانه موقف کېدای شي د دې سبب شي چې شته فرصت له لاسه ولاړ شي او په وطن کی د جګړې اور همداسې بل پاتې شي. په ظاهره خو داسې ښکاري چې د امریکا حکومت او طالبان غواړي د تړون د ناکامېدو مخه ونیسي خو افغان حکومت او ځینې سیاسي لوري بیا د تړون په اړه د مسئولیت احساس نه کوي او داسې ښکاري چې د ناکامېدو په اړه یې هېڅ تشویش هم نه لري.

د کرونا نړیواله وباء او د سولې پر هڅو یې اغېز

کله چې کرونا د امریکا لوی ښارونه تر خپل برید لاندې ونیول نو د امریکايي حکومت ټولې هڅې د دې مریضۍ کابو کولو ته واوښتې. نړیوال سیاست او میډیا خپله ټوله پاملرنه کرونا او له کرونا وروسته احتمالي سیاسي او اقتصادي پایلو ته واړوله. د افغانستان په داخل کې هم د کرونا د خپرېدو له کبله لمړیتوبونه تغیر شول او د هر چا پام همدې ستونزې ته شو. نتیجه دا شوه چې د سولې هڅې خپل پخوانی ګرموالی له لاسه ورکړي او سړې شي. کله چې امریکايان او افغان ملت ټول کرونا سره د مبارزې لپاره په تشویش کې شول نو پر حکومت د فشار ټول چینلونه ضعیف شول. په دې توګه د ولسمشریزو ټاکنو پر سر د ناندریو موضوع همداسې دومداره پاتې شوه، د بندیانو د خلاصون موضوع سسته شوه او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل خبره نا معلوم وخت ته وځنډېده. د کرونا د وباء مسئله ښکاري چې داسې ژر ختمه نه شي او معلومه نه ده چې څه وخت به امریکا، افغان ملت او حکومت بېرته خپلو پخوانیو لومړیتوبونو ته راګرځي؟ دی خنډونو ته په کتو سره د افغان سولې راتلونکی چندان روښانه نه ښکاري. قوي احتمال همدا دی چی تر ډېره وخت به افغان  اولس د سولې نه محروم او جګړه به همداسې روانه وي.

سرچینې:

[1]  افزایش خشونت‌های طالبان؛ بیش از ۲۰ سرباز افغان و چهار غیرنظامی کشته شدند – https://www.bbc.com/persian/afghanistan-52387293

[2]  طالبان: امریکا د سولې له تړونه سرغړونه کړې – https://www.pashtovoa.com/a/the-taliban-has-said-that-us-has-violated-the-agreement/5360808.html

[3] US officials discuss rocky peace agreement with Taliban in Qatar- https://english.alaraby.co.uk/english/news/2020/4/14/us-officials-discuss-rocky-peace-agreement-with-taliban

[4]  – Pompeo to Afghan leaders: Make a deal with the Taliban or risk full U.S. troop pullout https://www.nbcnews.com/news/world/pompeo-afghan-leaders-make-deal-taliban-or-risk-full-u-n1174161

[5] – د افغان سولې مذاکراتي ټیم ته غبرګونونه https://www.pashtovoa.com/a/5349958.html

[6] –  د سولې له اعلان شوي مذاکراتي ټیم سره د طالبانو مخالفت -https://baztab.news/article/1302772

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون