پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

«ایراني پوله‌ساتو افغانان ربړولي»؛ د بهرنیو چارو وزارت د څېړنو غوښتنه کړې

 

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ګران هېواد ویلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف اتمر د افغانستان او ایران پولې ته څېرمه د افغانانو د وژنې خبر له خپرېدو وروسته په دې تړاو د پراخو څېړنو غوښتنه کړې.

هېواد زیاته کړې چې ښاغلي اتمر د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ګومارلی چې د دې پېښې په اړه هراړخیزه څېړنه وکړي تر څو د حقایقو په رڼا کې لازمه پرېکړه وشي.

یو افغان چې تازه د ایراني پوله‌ساتو له خوا راګرځول شوی بي‌بي‌سي ته ویلي چې پنځوس تنه افغانان په قاچاقي توګه ایران ته دننه شوي وو چې د ایراني پوله‌ساتو له خوا له نیول کېدو وروسته سیند ته غورځول شوي.

د ځینو مړو انځورونه چې ویل کېږي ایراني پوله‌ساتو سیند ته غورځولي، خواله رسنیو کې خپرېږي.

یو له دغو کسانو د بي‌بي‌سي خبریال ته ویلي چې ایراني پوله‌ساتو له نیولو وروسته «ځورولي او ربړولي» او ان یې «لوڅ لغړ» کړي هم دي.

د دغه تن په وینا د دغو ۵۷تنو له ډلې ۲۳تنه په اوبو کې غرق شول او نورو یې ځانونه له سینده پورې وېستل. دی چې د زیانمنو له جسدونو سره هرات ته راغلی وايي چې د اوو تنو د جسدونو په وېستو بریالی شوی او پاتې نور اوبو یوړل.

د بي‌بي‌سي خبریال د افغانستان په ختیځ کې وايي چې شپږ جسدونه هرات ته لېږدول شوي دي.

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون