روغتيا او ژوند سيمه، عرب او نړۍ

انګلستان کې د کووېډ-۱۹ له امله د مړه شویو شمېر اېټالیا څخه هم لوړه شوه

ټوله نړۍ کې کورونا وایرس په چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی، خو دغه وایرس بیا یو شمېر هېوادونو کې د نورو په پرتله ډېر وېجاړونکی او وژونکی ثابت شوی دی.

یو له هغو هېوادونو څخه چې کورونا وایرس څخه ډېر اغېزمن شوی انګلستان دی.

د روېټرز ورځپاڼې راپور پر بنسټ، دغه هېواد کې تېره ورځ د کووېډ-۱۹ له امله د مړه شویو شمېر له ۳۲۰۰۰ څخه واوښت او له دې سره انګلستان په اروپا کې تر ټولو ډېره قرباني ورکوونکی هېواد شو.

د مړینې دغه لوړه کچه کېدای شي د دغه هېواد په لومړی وزیر، بورېس جانسن، سیاسي فشار هم ډېر کړي. نوموړی د ګرځبندیز اعلانولو څخه وړاندې ډېر زیات انتظار وکړ، چې روغتیايي کارپوهانو په باور دغه ځنډ په انګلستان کې په چټکۍ سره د کورونا وایرس خپرېدو لامل شو.

د یادونې وړ ده چې د چین له ووهان ښار څخه پیل شوی دغه وایرس تر دې دمه له ۱۸۵ څخه ډېرو هېوادونو کې خپور شوی او له ۳٫۵ مېلیونه څخه ډېر خلک پرې اخته شوي دي.

افغانستان کې هم تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوې. د عامې روغتیا وزارت شمېرو پر بنسټ، تېرو ۲۴ ساعتونو کې هېواد کې د کورونا وایرس ۳۳۰ نوي پېښې ثبت شوي دي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون