پاکستان او ايران سلايډ (فيچر)

پښتون ژغورني غورځنګ لر او بر کې د عارف وزیر د وژنې غبرګون کې پراخ لاریونونه وکړل

د پښتون ژغورني غورځنګ وايي، چې نن یې زرګونو غړو او پلویانو په لر او بر کې د دغه غورځنګ د وژل شوي غړي عارف وزیر د وژنې خلاف پراخ لاریونونه تر سره کړل.

د دغه غورځنګ غړو ویلي، چې د خپل مشر منظور پښتين په امر یې په قبایلي سېمو، کوټه، پېښور ، کراچۍ او پولې هغه غاړې په کابل او نورو ولایتونو کې د عارف وزیر د بې ګناه وژنې په غبرګون کې غږ پورته کړی او لاریونونه تر سره کړل.

د دغه غورځنګ غړو او مشرانو پر ټولنیزو شبکو د خپرو کړو ويډیوګانو او انځورونو له لارې ویلي، چې دوی د پاکستان له حکومت څخه غواړي، چې د دوی د غړو او بې ګناه پښتنو له وژلو لاس واخلي.

د یادونې ده، چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی عارف وزیر د تیرې جمعې په ورځ په سویلي وزیرستان واڼه کې په وسله‌وال برید کې له ټپي کېدو وروسته د اسلام اباد په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

عارف وزیر چې د دغه غورځنګ د مخکښ غړي علي وزیر د تره زوی و، د دوی د کورنۍ شپاړلسم غړی دی، چې په وسله‌واله نښته کې وژل کېږي.

حف

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون