افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

عباس ستانکزی: افغان حکومت سره د اوربند لپاره جلا هوکړه لاسلیکېږي

عباس ستانکزی، د طالبانو د مرکچي پلاوي مشر

 

له امریکا سره د مذاکراتو لپاره د طالبانو د مذاکراتو ټیم مشر عباس ستانکزي ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې امریکايي ځواکونو سره د سرغړونو سربېره اوربند ته ژمن دی.

ستانکزی وايي افغان حکومت سره یې تراوسه د اوربند یا اورکم هوکړه نه ده کړې. دی زیاتوي: «کابل ادارې سره به د اورکم یا اوربند لپاره جلا هوکړه لاسلیکېږي».

ستانکزي ډیلي ټایمز سره خبرو کې افغان حکومت او بهرني ځواکونه هم د تاوتریخوالي په زیاتولو تورن کړي دي. ستانکزي ویلي چې افغان حکومت او بهرنیو ځواکونه ځکه د تاوتریخوالي ګرم دي چې د بین الافغاني خبرو لپاره یې شرایط نه دي برابر کړي.

طالبانو پرون (دوشنبه) هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو پر یوې پوستې د برید مسوولیت ومانه. دا له امریکا سره له هوکړې وروسته لومړنۍ مهمه پېښه ده چې طالبان یې مسوولیت پر غاړه اخلي. په دغه برید کې تر دوولسو افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې.

تېره ورځ د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ چې بشري اوربند اعلان کړي تر څو د کرونا وبا ځپلو خلکو ته مرستې ورسول شي.

د کابل پوهنتون استاد محمود مرهون وايي «د سولې د خبرو له شروع کېدو تر اوسه تر ټولو ډېرې بهانې د سولې د ناکامولو لپاره حکومت وکړې. دا حکومت و چې د سولې خبرو یې دومره شاته وغورځولې».

ښاغلی مرهون زیاتوي چې حکومت ډېره هڅه وکړه چې «سوله سبوتاژ کړي.

عباس ستانکزي ویلي د افغان حکومت پر ضد به د طالبانو جګړه د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې ته ګواښ پېښ نه کړي.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د بهرنیو ځوکونو پر ضد جګړه نه کېږي او د افغان ځواکونو پر ضد جګړه کېږي، ستانکزي ویلي چې بهرنیانو سره هوکړه شوې او د هوکړې له مخې اوربند دی؛ خو «کابل ادارې سره د اوربند لپاره بلې هوکړې ته اړتیا ده چې بین الافغاني خبرو کې به مطرح کېږي».

د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره عباس ستانکزی وايي: «بین الافغاني خبرې تر هغې پیل نه شي چې زموږ پنځه زره بندیان نه وي خوشې شوي او تر هغې به اوربند یا اورکم نه کېږي چې بین الافغاني خبرې نه وي پیل شوي». د ستانکزي په خبره د دې حالت پړه د افغان حکومت او امریکا پر غاړه دی.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون