افغانستان سلايډ (فيچر) سياست

اروپایې ټولنې پر طالبانو د اوربند او بین افغاني مذاکراتو غږ کړی

اروپایې ټولنې نن یو ځل بیا پر طالبانو غږ کړی چې اوربند دې اعلان کړي او بین الافغاني مذاکرات دې پیل کړي.

د طالبانو او امریکایانو له هوکړه لیک وروسته دا څووم ځل دی چې اروپایې اتحادیه پر طالبانو د اوربند او بین الافغاني مذاکراتو د پيلولو غږ کوي.

د افغانستان لپاره د اروپایې ټولنې استازي او د افغانستان په چارو کې ازبکستان استازي په یوه ټلفوني اړیکه کې پر افغان سولې او بین الافغاني مذاکراتو خبرې کړي دي.

دواړو لورو پر طالبانو ټينګار کړی چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرو ته کښیني او اوربندې اعلان کړي.

دواړو استازو له یو بل سره ژمنه کړې چې له جګړه ځپلي افغانستان سره به د کرونا وبا په مخنوي کې مرسته کوي.

 

 

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون