افغانستان سلايډ (فيچر) سوله

خلیلزاد په قطر کې له ملا برادر سره کتلي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې خبر ورکړی چې په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې در روان بهیر په پار د سیمو هیوادونو ته سفر پیل کړی.

د اعلامیې په وینا خلیلزاد به لومړی قطر بیا هند او پاکستان ته سفر وکړي او په یادو هیوادونو کې به د چارواکو سره د افغان سولې په تړاو ناستې ولري.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د ټویټ له لارې خبر وکړی چې د طالب مرکچي ټیم مشر ملا عبدالغني برادر په دوحه کې له خلیلزاد سره کتلي.

د شاهین په وینا په ناسته کې د سولې هوکړه لیک په پلي کولو او د بندیانو د ازادۍ په تړاو خبرې شوي دي.

بلخوا افغان حکومت نن هم دیرش تنه طالب بندیان له څرخي پله زندان څخه ازاد کړل او دغه لړۍ به تر پنخلس سوو بندیانو رسوي.

 

 

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون