ټکنالوژي روغتيا او ژوند

د کورونا وایرس نښې تشخیصونکې اله جوړه شوه

د امریکا نارت وېسټرن پوهنتون یو نوی سېنسر جوړ کړی چې ستونی کې نښلول کېږي او پر وخت د کورونا وایرس له امله د رامنځته کېدونکی کووېډ-۱۹ ناروغۍ نښې تشخیصوي.

دغه کوچنۍ سېنسر له نرم سیلیکون موادو څخه جوړ شوی چې ستونی کې په اسانۍ سره نښلي او ټوخی، ساه، د زړه درزا او تبه څاري او دغه ټول معلومات یو کلاوډ سرور ته لېږدوي چېرې چې مختلفو الګوریتمونه د کووېډ-۱۹ نښې پېژندلو لپاره دغه معلومات څېړي.

دغه سیستم به د کاروونکی دغه معلومات هغه ډاکټر ته چې دغه معلومات د درملنې یا نورو فعالیتونو لپاره کاروي لېږدوي.

د هرې ورځې پای کې دغه سېنسر له ستونی لرې او وایرلېس چارجر کې اېښودل کېږي. ساینسپوهان وايي چې دغه اله بېټري، چارجنګ پورټ او الکترودونه نه لري چې له همدې امله کاروونکي دغه اله د ځان وینځلو پر مهال هم کارولی شي او په اسانۍ سره يي پاک کولی شي.

دغه اله نارت وېسټرن پوهنتون جوړه کړې خو الګورېتمونه يي د شکاګو یو څېړنیز روغتون، شېرلي راین اېبېلېټي لب، څېړونکو له لوري جوړ شوی دی.

اوسمهال دغه اله د کووېډ-۱۹ په ۲۵ ناروغانو ازمویل کېږي چې د شېرلي راین لب یو ساینسپوه کېلي مکنزي هم په کې شامل دی.

ساپنسپوهان وايي چې د دغې اوزار راتلونکې بڼې کې به په وینه کې د اکسیجن کچې معلومولو وړتیا هم اضافه کړي.

نړۍ نيوز

نړۍ نيوز

نړۍنيوز خپلواکه او بې پرې خبري، تحلیلي او معلوماتي وېب پاڼه ده، چې د بیان د ازادۍ اصل ته په پام د ورځنیو کورنیو، سیمه ییزو او نړیوالو پېښو اړوند خبرونه، تحلیلونه او د لیکوالو نظرونه وړاندې کوي.

څرگندون

خپور کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

وروستي

زېرمتون